د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې پر کورونا وايرس اخته شوي ۲۸۰۳۴۰ کسان رغېدلي دي


په هیواد کې د کورونا وايرس يوازې ۸۷۴۸ فعال کيسونه پاتې دي او په دې کې د ۶۴۲ کسانو حالت نازک دي.
په هیواد کې د کورونا وايرس يوازې ۸۷۴۸ فعال کيسونه پاتې دي او په دې کې د ۶۴۲ کسانو حالت نازک دي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکې حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې د اګست تر ۲۹مې له کورونا وايرسه ۶۲۸۴ کسان مړه شوي دي.

د وپيپاڼي ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۳۱۹ نوي پېښې ثبت شوي او يو تن مړ شوی دی.

په هیواد کې د کورونا وايرس يوازې ۸۷۴۸ فعال کيسونه پاتې دي او په دې کې د ۶۴۲ کسانو حالت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده د پاکستان وفاقې حکومت د اګست له لسمې، رستورانونه، هوټلونه، پارکونه او سینماګانې پرانستلي ول.

خو تعلیمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا پرانیزي.

هلته د امريکا جانز هاپکېنز پوهنتون ترمخه په افغانستان کې د اګست تر ۲۹مې پورې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېر ۳۸۱۴۳ ته رسېدلی دی.

په هغه هېواد کې د کوويډ۱۹ ناورغۍ له وجې ۱۴۰۲ کسان مړه شوي خو ۲۹۰۶۳ کسان روغ شوي هم دي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۸۳۷،۵۵۹ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د اګست تر ۲۹مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۴ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۶ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG