د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې باران او سېلاب له ۱۰۰ زیات کسان وژلي


باران او سېلاب د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې زیات خلک ځپلي دي
باران او سېلاب د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې زیات خلک ځپلي دي

د سيند صوبي اعلا وزير مراد علي شاه وايي، د سختو بارانونو او سيلابونو له وجې د کراچۍ په ګډون د صوبې نورو برخو کې ۸۰ کسان مړه شوي دي.

مراد علي شاه د اګست پر ۲۸مه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې په کراچۍ ښار کې بارانونو ډير زيات مالي زيان هم اړولي دی او په ښار کې ۴۷ کسان د بارانونو او سيلابونو سره تړلې پېښو کې مړه شوي دي.

مراد علي شاه وويل چې د کراچۍ په مختلفو علاقو کې اوس هم سيلابي صورتحال دی.

ده زياته کړه چې بارانونو کې شوي نقصان ازالې لپاره د سروې هدايات ورکړل شوي دي او دا به وفاقي حکومت سره هم شريکوي.

د رسنيو ترمخه د کراچۍ ډېفنس، ناظم اباد، نيو کراچۍ، ګلشن حديد، ګلشن اقبال، ګلستان جوهر، لياقت اباد، نارت کراچۍ، سرجاني ټاون، اورنګي ټاون، شاه فیصل کالونۍ، ناظم اباد ترڅنګ د ملير او لياري ولې ته نزدي کچه ابادۍ تر ټولو زياتي اغيزمني شوي دي.

د سيند اعلا وزير وويل چې په اګست مياشت کې تراوسه پورې ۶۰۴ ملي مټره باران شوی دی چې تر دې مخکې په ۱۹۳۱ او ۱۹۷۷م کال کې ورته بارانونه شوي ول.

اعلا وزير له وفاقي حکومته د مرستو غوښتنه هم وکړه.

په همدې حال کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اګست پر ۲۹مه په ټويټر پانه ليکلي چې ټول هېوادوال د کراچۍ درد محسوسوي او د دوي حکومت به له سيند حکومت سره په سمدستي توګه د کراچۍ درې لوي مسلو حل کولو لپاره اقدامات پورته کوي.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو او سیلابونو سره په تړلو پېښو کې شاوخوا ۳۰ کسان مړه او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان شوي دي

د خیبر پښتونخوا ژغورونکې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲چارواکو د اګست پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، چې چې د توفاني بارانونو او سیلابونو له کبله په سوات کې لږ تر لږه ۲۰، په شانګله کې دوه او په بر کوهستان کې اته کسانو ژوند بایللی دی.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې ویلي چې سیلابونو په سوات او کوهستان کې ۲۹ کورونه په بشپړه توګه او ۲۵ په جزوي توګه ړنګ کړي دي.

په عین حال کې د پاکستان د موسمیاتو څانګې خبرداری ورکړی دی چې له سبا څخه په سیند او بلوچستان کې د بارانونو د یوې بلې لړۍ پیلیدو امکان دی

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG