د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلد ټرمپ د ډېموکراتانو پر کاندید جو بایډن لفظي ګوزارونه وکړل


ډونلد ټرمپ او جوبایډن
ډونلد ټرمپ او جوبایډن

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ډېموکراتانو پر کاندید جوبایډن تنقید کړي او هغه ‌یې د "امریکایي عظمت" لپاره یو ګواښ بللی.

ډونالد ټرمپ د جمهوري غوښتونکو لخوا کاندید دی او سیال ‌یې جو بایډن د ډېموکراتانو په استازولۍ ټاکنو ته درېدلی.

ولسمشر ټرمپ د اګست پر ۲۷مه د سپينې ماڼۍ بهر په یو لوی سټیج وینا وکړه.

ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د کنګرې په پای کې د دغه ګوند کاندیداتوري ومنله.

نوموړي وویل چې جو بایډن او ډېموکریټان(کیڼ لاسې سخت دریځه) دي چې د امریکا د راتلونکي لپاره یو ګواښ دي.

دا د رېپبلکن ګوند د ملي غونډې وروستۍ ورځ وه چې د نوموړي په وینا سر ته ورسېده.

ټرمپ وايي، " که چېرې جو بایډن منتخب شو نو د امریکا عظمت به تباه کړي"

ټرمپ وايي، که چېرې جو بایډن منتخب شو نو د امریکا عظمت به تباه کړي
ټرمپ وايي، که چېرې جو بایډن منتخب شو نو د امریکا عظمت به تباه کړي

ولسمشر ټرمپ د خپل ټاکنیز سیال په اړه وویل چې انتظامیې یې تېر څلور کاله په دې کې تېر کړل چې د سېنېټر او مرستیال ولسمشر په توګه چې جو بایډن مخکې امریکا ته کوم زیان رسولی و، هغه راسم کړي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې د ده د ادارې ټولې لاس ته راوړنې اوس له خطر سره مخامخ دي.

ټرمپ په امریکا کې د دوه مهمو موضوع ګانو نسلي توپیر او کورونا وایرس وبا په حواله وویل چې بایډن به د پولیسو لخوا د تور پوستو د وژنې په سر روان حالات نور خراب کړي.

خو بایډن په ځواب کې پر ټویټر ولیکل چې د تشدد د هر هغه مثال چې ډونلډ ټرمپ یې خلاف خبره کوي، هم د هغه واک، مشرتابه او ولسمشرۍ لاندې شوي دي.​

هغه تور ولګاوه چې ډېموکراتان امریکا ته د یوه تر ټولو ازاده، سم او استثنايي ملت په توګه نه ‌ګوري.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال جمهوري غوښتونکي او ډېموکرات ګوند کاندیدان هر وار پر یو بل لفظي ګوزارونه کوي، خو دا ځل د کمپاینونو له پيله کاندیدانو یو بل سخت ټکولي.

جو بایډن (چپې خوا ته) د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره له خپلې مرستیالې کاملا هیرېس سره ولاړ دی
جو بایډن (چپې خوا ته) د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره له خپلې مرستیالې کاملا هیرېس سره ولاړ دی

د امریکا د ډېموکراټ ګوند غونډې د اګست پر ۱۸مه جو بایډن رسماً د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره خپل نوماند اعلان کړ.

نوموړی به په نومبر کې د رېپبلکېن ګوند او اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ انتخاباتي سیال وي.

د اګست پر ۱۷مه او ۱۸مه د ډېموکراټ ګوند په لویه غونډه کې مختلفو سیاسي څېرو د پخواني ولسمشر مرستیال جو بایډن ملاتړ اعلان کړ.

نوموړی څو میاشتې مخکې هم د ګوند د یو شمېر استازو له ملاتړه برخمن شوی وو او د رسمي نوماند په توګه یې د غوره کېدو امکان زیات وو.

ټرمپ، د توکمپ‌النې او کورونا وبا له کبله په امریکا کې جوړو لانجو ته په اشارې وویل چې بایډن به یوازې پر افریقایي امریکایانو د پولیسو د ډزو په واسطه توکمیزې شخړې لا پسې زیاتې کړي.

جو بایډن د ټرمپ تر پرونیو څرګندونو وروسته په خپل ټویټر باندې هغه ته ځواب ولیکه.

بایډن لیکلي: "د تاوتریخوالي هر یو مثال چې ټرمپ‌ یې یادوي په خپله د ټرمپ تر نظر او رهبرۍ لاندې او د هغه ولسمشرۍ په دوره کې شوي دي."

بایډن چې د ډېموکراتانو لخوا ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید دی په خپلو لومړنیو کمپایني غونډو کې په تېره بیا د کاندیداتورۍ د منلو په بیانیه کې وویل چې که بریالی شي د دیکتاتورانو سپکوونکې ورځې به پای ته ورسوي.

بایډن د پولیسو لخوا د تورپوستي جورج فلوید تر وژل کېدو وروسته د توکم‌ پالنې ضد اعتراضونو ته په اشارې وویل چې دی ټوله امریکا به سره متحده کړي.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په درېیمه ترسره کېږي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG