د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: وزیرستاني کډوال د مرستو د دوام غوښتنه کوي


وزیرستاني کډوال وايي،کاروبار يې نه شته او اوس خو د غلو بیه هم د پخوا پرتله لوړه شوې ده.
وزیرستاني کډوال وايي،کاروبار يې نه شته او اوس خو د غلو بیه هم د پخوا پرتله لوړه شوې ده.

د پکتیکا په ارګون او برمل کې میشت وزیرستاني کډوال له افغان حکومته، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیشنرۍ، نړیوال خوراکي پروګرام او له نورو بنسټونو د مرستو د دوام غوښتنه کوي.

دوی د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل، له یوې خوا کاروبار نه لري او بل لوري ته له دوی سره د څو میاشتو راپدېخوا د خوراکي توکو مرستې بندې شوي، چې په دې سره يې ستونزې ډیرې شوي دي.

په برمل ولسوالۍ کې د رحمت شاه په نوم یو وزیرستاني کډوال وویل، سره لدې چې هلته میشت کډوال کوم کاروبار نه لري، خو بیا يې هم دا څو میاشتې مرستې نه دي ترلاسه کړي.

ده په ځانګړي ډول د نړیوال خوراکي پروګرام څخه وغوښتل، چې ورسره دې مرستې وکړي.

د زایدالله په نوم یو بل کډوال چې د برمل د لمنې په سیمه کې اوسیږي وايي، د دوی مشرانو له ځايي چارواکو، د UNHCR او د نړیوال خوراکي پروګرام له مسوولینو سره څو ځلې د مرستو په باب خبرې کړي، خو هغوی مرسته نه ده کړې.

هغه زیاتوي، په دوی کې ډیری داسې کورنۍ دي، چې لدې مرستو پرته د ګوازې لپاره بله هیڅ چاره هم نه لري.

د عید حسن په نوم د یادې سیمې یو بل وزیرستانی کډوال وايي، له تېرو شپږو کلونو راهیسې په دې سیمه کې اوسېږي، کاروبار يې نه شته او اوس خو د غلو بیه هم د پخوا پرتله لوړه شوې ده.

دی وايي، په خپل وطن کې به يې په لویو اخترونو کې څو-څو قربانۍ کولې، خو سږ کال دوی په اقتصادي لحاظ تر دې ضعیفه شول، چې زیاتره کورنیو څخه داختر قربانۍ پاتې شوې.

عید حسن زیاتوي، د دوی مجبوریتونه ډېر شوي دي، که ټوله ورځ هم یو بل لور ته منډې ووهي، د ۱۰۰ افغانیو مزدوري نشي پیدا کولی.

بل لوري ته د پکتیکا د کډوالو چارو مسوولین مني، چې په یاد ولایت کې د مارچ میاشتې راهیسې هغوی سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې نه دي شوي.

د دوی په خبره په وروستیو میاشتو کې د نړیوالوډونرانو او د افغان حکومت ډېره پاملرنه د کورونا وایرس مخنیوي ته شوه، نو کډوالو سره د نویو مرستو د راجلبولو لپاره په وخت پروپوزلونه شریک نشول.

د پکتیکا د کډوالو چارو رئیس زمریالي فضلیار وویل:

" د خوراکي موادو د کومکونو د لړۍ د شروع کیدو لپارهه د خوړو نړیوالې ادارې WFP ته پروپوزل وړاندې شوی دی، امید شته، چې په نږدې راتلونکې کې يې منظور کړي."

زمریالي فضلیار زیاته کړه، د پروپوزل تر منظوریدو ورسته به د پاتو او روانو میاشتو مرستې په یاد ولایت کې پر میشتو وزیرستانیو کډوالووویشل شي.

د چارواکو په وینا، د پکتیکا په ارګون او د برمل ولسوالۍ په دریو سیمو (مرغه، لمن، منګړیتي) کې د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ اوسیږي، چې لدې جملې ۲۷۰۰ کورنۍ بایومیټریک شوي، چې تر مارچ میاشتې يې منظمې مرستې ترلاسه کولې.

یاده دې وي د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له کبله یې لکونه کسان د بنو بکه خېلو کیمپ، د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو برخو ته کډوال شول.

په دوی کې زرګونه کورنۍ خوست او پکتیکا ته هم واوښتې.

د پاکستان حکومت په څو مرحلو کې له خوست او پکتیا څخه د وزیرستانیو کډوالو ګڼې کورنۍ د بکه خېلو کیمپ او بیا خپلو کلیو ته ستنې کړې خو په پکتیکا او خوست کې اوس د دوی زرګونه کسان اوسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG