د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سختو سیلابونو ځپلی


د کراچۍ ښار په ځینو سیمو کې اوبه په لارو کوڅو کې ولاړې پاتې دي.
د کراچۍ ښار په ځینو سیمو کې اوبه په لارو کوڅو کې ولاړې پاتې دي.

په پاکستان کې د زیات باران له کبله لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي. د موسمیاتو اداره وايي چې تر ټولو زیات تاوان په سیند صوبه او په ځانګړي ډول د دغې صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې رسېدلی دی.

پولیس وايي، چې هلته له باران او سېلاب سره د تړلو بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي دي.

پخوا په اګست میاشت کې کله هم دومره بارنونه نه وو شوي.
د موسمیاتو محکمې مشر سردار سرفراز


د موسمیاتو ادارې ویلي چې په کراچۍ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۲۳ میلي میټره زیات باران شوی کوم چې بې ساري بلل شوی دی.

د موسمیاتو محکمې مشر سردار سرفراز وايي، په اګست مياشت کې پخوا کله هم دومره بارانونه نه وو شوي. د ده په خبره په کراچۍ ښار کې په اګست مياشت کې ۴۸۴ ملي مېټر باران شوي دي. د سختو بارانونو وروسته د ښار سړکونو، کوڅو او ودانيو ته اوبو ننوتي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو د اګست پر ۲۸مه په یو راپور کې لیکلي چې د پاکستان پوځ او سیند رینجرز هم د نورو ښاري ادارو سره د اوبو په نکاسۍ او د باران او سیلاب له کبله د ځپلو شوو خلکو سره په امدادي کارروایۍ بوخت دي.

د پاکستان پوځ په کراچۍ کې د سیلابونو د کنټرول بیړنی مرکز پرانېستلی او همدا رنګه یې په ګلبرګ، لیاقت اباد او نیو کراچۍ کې طبي کیمپونه هم جوړ کړي دي.

کراچۍ کې خلک اړ شوي چې ځانونه او مالونه خوندي سیمو ته ورسوي.
کراچۍ کې خلک اړ شوي چې ځانونه او مالونه خوندي سیمو ته ورسوي.

د کراچۍ ښار يو خبريال محمد حنيف چې دا وخت په اسلام اباد کې دي، د اګست پر ۲۸مه یې مشال راډيو ته وويل چې په ښار کې ورځنی ژوند په ټپه ولاړ دي.

ده زياته کړه:

"د کراچۍ ښار ملير سيمه تر ټولو زياته اغېزمنه شوي. همدغه رنګ د لياري شاوخوا علاقې، کېماړي ټاون، سېنټرل او وېسټ ضلعې متاثرې شوي دي. په ښار کې کچه ابادۍ ته ډير زيات زيان رسيدلي دي. د دې يوه وجه دا ده چې په دغو سيمو کې د نکاسي نظام نېشته."


د کراچۍ ښار لوی سړکونه له اوبو لاندي شوي او انډر پاسونو يعني د ځمکې لاندي لارو کې تر ۱۶ فټه اوبه ولاړې دي.

خبريال محمد حنيف په دي اړه زياته کړه:

"د ښار ټول انډر پاسونه بند پراته دي. په لياقت اباد، کلفټن، کي پي ټي، کورنګې او سينټرل سیمو کې انډر پاسونه موجود دي او بند دي. د باران له وجې سړکونو او انډر پاسونو کې اوبه جمع شوي. له سړکونو د اوبو ویستلو عمل روان دی خو له انډر پاسونو د اوبو وېستو عمل کې ډير ستونزي دي."

د رسنيو ترمخه په کراچۍ ښار کې سيلابونو وروسته ځاي خلک دې ته اړ شوي چې خپل کورونه پريږدي.

د ښار کچه ابادۍ ته زيات زيان رسيدلی او وجه یې دا ده چې هلته د نکاسي نظام نېشته
خبریال محمد حنیف


صوبايي حکومت بې کوره شوي کورنۍ په سکولونو کې ځای پر ځای کړي او پوځ هم په امدادي کاروايانو کې برخه اخستي. د کراچۍ ښار کچه ابادې هم ډير زياتې اغيزمنې شوي دي.

د کراچۍ قايد اباد يو اوسيدونکې اسماعيل د اګست پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې بارانونو له وجې سختو ستونزو سره مخامخ دي:

"د خلکو کورونه اوبو وړې دي. د ملير وله راوتي وه او هغې ډير زيان رسولی دی. دلته ابادۍ ته تر شپږ فټه پوري اوبه جمع شوي دي. له دې ځايه خلکو کډې وکړي. نن درېمه ورځ ده او په وله کې اوبه همغه شان رواني دي."

په کراچۍ کې د بارانونو ۸۹ کلن ريکارډ مات شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:20 0:00

د پاکستان په سیند صوبه کې د پیپلز پارټۍ حکومت دی او د هغه ګوند یوې چارواکې شرمیلا فاروقي پاکستاني رسنیو ته ویلي، حکومت تر خپله وسه کوشش کوي چې د باران او سیلاب له وجې د زیانمنو شوو کسانو سره کومک وکړي خو د هغې په وینا ډېر زیات باران ورېدلی او د ښار په ځینو برخو کې اوبه ولاړې پاتې دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۸مه پر ټویټر لیکلي، په دې سخت وخت کې د کراچۍ خلک یواځې نه شي پرېښودلی او د هغه حکومت به د متاثره شوو کسانو سره پوره پوره کومک کوي.

هغه ویلي، حکومت ته یې د باران او سیلاب له وجې خلکو ته د رسېدلي تاوان پوره پوره احساس دی او هعه پخپله د مرستې او ژغورنې کارونه څاري. د نوموړي په وینا د سیند له چارواکو او د قدرتي افتونو سره د مبارزې د قامي ادارې سره په مسلسل تماس کې دی.

د سیند ګورنر عمران اسماعیل په یو بیان کې ویلي چې په ملیر او کراچۍ ویسټ کې بند پاتې کورنیو ته حکومت خوراکي توکي رسوي.

بلخوا د هېواد په نورو برخو کې هم بارانونو او سيلابونو زيانونه اړولي او د کراچۍ په شمول په ټول ملک کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي. د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې د مدین په شاه ګرام سیمه کې د باران او سېلاب له کبله درې ۱۱ تنه وژل شوي دي.په پنجاب صوبه کې بارانونو ډير سيمې متاثره کړي دي.

په ارشیف انځور کې وینئ چې پخوا په لاهور کې هم سخت سیلابونه راغلي وو خو دا ځل هلته حالات سم دي.
په ارشیف انځور کې وینئ چې پخوا په لاهور کې هم سخت سیلابونه راغلي وو خو دا ځل هلته حالات سم دي.

په لاهور کې د جيو نيوز ټيلي وژن خبريال طاهر جميل د اګست پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې په ښار کې بارانونو زيات زيان نه دي اړولي. ده زياته کړه:

" که څه هم مسله وه، ځکه چې دا ژوره علاقه ده خو دا ځل داسې حالات سم وو. که څه هم باران ډېر زيات شوی دی خو باراني اوبه ډېر وېستل کېږي. واسا ادارې سره جديد ټيکنالوجې ده او د باران له امکان سره سم انتظامات کوي."

بل پلو د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې د مدین په شاه ګرام سیمه کې د باران او سېلاب له کبله درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د دې تر څنګ د پاکستان په یو شمېر نورو ښارونو او سیمو کې هم د زیات باران له کبله سېلابونه راغلي دي.

د پاکستان د موسمیاتو محکمه وايي چې د اګست پر ۲۹مه د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په زیاترو برخو کې د باران امکان دی.

یادې محکمې په اسلام اباد کې هم د باران وړاند وینه کړې ده. د سند په ځینو برخو کې د وریځو او د باران امکان ښودل شوی. په کوټه کې به هم وريځې خورې وي خو د څه وخت لپاره به پکې اسمان شین وي.

XS
SM
MD
LG