د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان یو شمېر ولایتونو لپاره بیړني تدابیر نیول شوي


ارشیف
ارشیف

افغان چارواکي وايي، هغو څو ولایتونو کې یې بیړني تدابیر نیولي چې پکې د سېلاوونو خبرداری ورکړل شوی دی.

قدرتي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د فبرورۍ پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل، په لومړۍ مرحله کې یې هرات، غور، بادغیس، هلمند، ارزګان، کندهار او زابل مشخص کړي چې ښايي پکې تر نورو مخکې سېلاوونه راووځي.

نوموړي زیاته کړه، د دې ولایتونو لپاره لازم چمتوالی نیول شوی.

عظیمي دا هم وویل چې پر دې سربېره دوی د افغانستان په شمال، شمال ختیځ، ختیځ او جنوب ختیځ کې زیانمنونکي ولایتونه په ګوته کړي او هلته د سېلاوونو پروړاندې یې د چمتوالی یو پلان جوړ کړی چې په همدې اونۍ کې به بشپړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG