د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند، امريکا او برازيل کې په زرګونه نور کسان په کورونا وايرس اخته شوي


په هند کې خلک د معاينې لپاره په کتار کې ولاړ دي. ارشېف
په هند کې خلک د معاينې لپاره په کتار کې ولاړ دي. ارشېف

په هند، برازيل، امريکا او کولمبيا کې د اګست پر ۲۶مه په لسګونه زره نوي د کورونا پېښې رپورټ شوې دي.

په دې څلورو هېوادونو کې تر ټولو زيات په هند کې رپورټ شويچې د روغتيا وزارت ترمخه شمېر يې څه باندې ۳۸۰۰۰ وو.

رويټرز خبري اژانس د هند د صحت وزارت په حواله وايي دغه شمېرې د اګست پر ۲۷مه څه باندې ۷۵۰۰۰ ته لوړې شوې دي چې ورسره په دې هېواد کې د تصديق شويو کورونا کيسونو شمېر څه باندې درې اشاريه درې ميلينه ته لوړ شوی دی.

هند کې په ۲۴ساعتونو کې ۱،۰۲۳ کسان مړه شوي دي چې ورسره په دې هېواد کې د کووېډ ۱۹- ناروغۍ څخه د مړيو ټوله شمېره ۶۰ زره ۴۷۲ته رسېدلې.
جانز هاپکېنز پوهنتون

هند په اسيا کې لومړی او نړۍ کې تر امريکا او برازيل وروسته دریېم هېواد دی چې پکې د کورونا ناروغانو شمېر زيات دی. د جانز هپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په هند کې په ۲۴ساعتونو کې ۱،۰۲۳ کسان مړه شوي دي چې ورسره په دې هېواد کې د کووېډ ۱۹- ناروغۍ څخه د مړيو ټوله شمېره ۶۰ زره ۴۷۲ته رسېدلې.

په امريکا کې ۳۸۰۰۰ نوي د کورونا کيسونه ثبت شوي دي او ۱۲ سوه ۴۱نور کسان بيا مړه شوي دي چې ورسره په دې هېواد کې له کورونا څخه د مړيو مجموعي شمېر نږدی يو لاکه ۸۰ زهته رسېدلی دی.

بلخوا د کورونا وبا په اړه د پاکستان حکومتي وېبپاڼې د اګست پر ۲۷مه ويلي، په دې هېواد کې د کورونا مريضانو شمېر په کمېدو دی او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۴۵په وايرس اخته شوي دي او شپږ ورڅخه مړه شوي دي. په پاکستان کې د کورونا لومړۍ پېښه سږکال په فرورۍ مياشت کې مخې ته راغلې وه.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG