د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومند او باجوړ پارلماني استازې په خپل خرڅ د څښلو اوبو بندوبست کوي


ځينې ځايي ولس بیا وايي، دا شان کارونه سیاسي وي. انځور له ارشیفه
ځينې ځايي ولس بیا وايي، دا شان کارونه سیاسي وي. انځور له ارشیفه

مومند - په مومند او باجوړ کې له اپوزیشن ګوندونو سره د تړاو لرونکو صوبایي اسمبلۍ غړیو په خپلو شخصي پیسو د کویانو جوړولو لپاره ماشینونه اخیستي او د سیمو خلکو ته وړیا د اوبو کویان جوړوي.

ځايي ولس دغه منصوبې ستایي او وایي چې که حکومت یو خوا کار نه کوي یا په دا شان حکومتي پروژو کلونه لګوي، نو ښه دا ده چې د اپوزیشن ګوندونو غړي داسې پروژې په خپله وکړي.

خو ځینې خلک دغه شان کارونه بیا سیاسي بولي.

د مومندو قامي اسمبلۍ غړی نثار مومند وایي ده په خپلو پیسو دغه ماشین اخیستی او هغه ځایونو کې به کویان جوړوي چې خلک یې تر ټولو زیات مستحق وي.

"موږ ته د حکومت او صوبایي حکومت نیت ښه نه دی چې له اپوزیشن ډلې سره مرسته وکړي او یا موږ اپوزیشن تسلیم کړي."

مومند وايي، چې د دوی ملګرو مشوره وکړه چې د کویانو جوړولو یو ماشین واخلو او په شریکه دې په سیمه کې د څښلو اوبو انتظام جوړ کړو.

د خلکو نظرونه

د کوزه مومندو یو ځوان نجیب الله مومند بیا وایي چې داسې کارونه کول ډېره ښه خبره ده، خو باید داسې کارونه سیاسي نه شي او د انساني خدمت لپاره وکړلای شي.

"که راتلونکې کې دغه غړي انتخاباتو کې بریالی نه شي نو پکار ده چې دوی بیا داسې ونه کړي چې دغه ماشینونه یا منصوبې راغونډې کړي چې ګني دوی نور داسې کارونه نه شي کولای."

نوموړی وايي، پکار ده چې دا ماشینان دوی د عوامو لپاره وقف کړي.

له باجوړه د صوبایي اسمبلۍ له غړي سراج الدین خان سره مو رابطه وکړه نو هغه خو په خپله موجود نه وو، خو د ده سیکرټري ذاکرالله اشکار وویل چې دوی تر اوسه ۱۴ کویان جوړ کړي دي او دا ټول یې د صوبایي اسمبلۍ د انتخاباتو وروسته جوړ کړي.

ده وویل، تر ټاکنو وړاندې پر دوی د الیکشن کمیشن لخوا بندیز وو چې ګني دوی به خرڅونه نه کوي خو اوس پرې دغه بندیز نه شته.

د باجوړ یو اوسېدونکی انورزاده ګلیار وایي چې داسې کارونه زیاتره سیاسي وي او د عوامو د رایې غونډولو لپاره کېږي خو ده بیا هم د داسې کارونو ستاینه وکړه.

"وړیا کارونه ډېر په خاموشۍ سره کېږي، خو دا خلک خپل ووټ بینک د عوامو مرسته اخیستو لپاره کوي، نو همدا وجه ده چې دوی کویان وباسي، سړکونه جوړوي او دا ښه کار هم دی خو مقصد یې سیاسي ګټي هم دي."

له مومندو د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي ساجد مومند په وینا، په خپل خرڅ داسې کارونه ډېره ښه خبره ده خو د ده په وینا ، داسې کارونه کول د اپوزیشن غړي یا غړیو لخوا تل سیاسي وي.

"په ټول ملک کې د واکمن ګوند غړیو لپاره خصوصي فنډونه وي او په ټول ملک کې یوازې مومند ضلع ده چې په دغه فنډونو هم د عدالت لخوا سټې اخیستل شوې یانې کارونه د عدالت په حکم درول شوي دي."

نثار مومند او ذاکرالله اشکار وویل چې دوی د اوبو کویانو لپاره کوم ماشینونه اخیستي دي دا ډېر ګران دي او دا یې د عوامو ولس لپاره وقف کړي.

دوی وايي، که په سیمو کې د دې ماشینونو په واسطه د اوبو ضرورت پوره شو نو بیا که په نورو ضلعو کې هم د خلکو دغه ماشینونه په کار شي وړای یې شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG