د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي ضلعې: د بلدياتي حلقه بنديانو فهرست به ژر خپور شي


ځوانان: د بلدياتي انتخاباتو لپاره د حلقه بنديو ابتدايي فهرستونو لپاره د نېټو پر اعلانولو خوشالي ښوولې

د خيبرپښتونخوا انتخاباتو کميشن وايي، په قبايلي ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو لپاره د حلقه بنديو لومړي فهرستونه به د اګست پر ۲۱مه نېټه خپروي.

د کميشن وياند سهيل احمد د اګست پر ۱۸مه مشال رېډيو ته وويل، په فهرستونو که څوک اعتراض لري يا يې کوم وړانديزونه وي نو هغه دې د اګست له ۲۲ مې د ستمبر تر شپږمې پورې له خپل ځايي انتخاباتي کمېشنرانو سره جمع کړي.

د ده په وينا، پردې به فيصله د اکتوبر تر پنځمې پورې کېږي او د اکتوبر پر ۱۳مه به د حلقه بنديو حتمي فهرستونه خپاره شي.

د قبايلي ضلعو ځېنو ځوانانو ،سياستوالانو او مشرانو د الېکشن کمېشن لخوا د بلدياتي انتخاباتو لپاره د حلقه بنديو ابتدايي فهرستونو لپاره د نېټو پر اعلانولو خوشالي ښوولې ده.

د صوبايي انتخاباتو پر مهال مو هم د حلقه بنديو په اړه شکايات جمع کړی وو خو الېکشن کميشن ورته هيڅ پام ونکړ.
ارشد اپريدی

خو ځېنو بیا په دې اړه انديښنې څرګندې کړې دي. د قبايلي ځوانانو جرګې مشر ارشد اپريدي د اګست پر ۱۸ مه مشال رېډيو ته وويل چې په ۲۰۱۹ز کال کې د صوبايي انتخاباتو پر مهال هم دوی د حلقه بنديو په اړه شکايات جمع کړی وو خو الېکشن کمېشن ورته له سره پام ونکړ.

ده تور پورې کړ چې د کمېشن چارواکو د بااثره خلکو په خوښه د صوبايي انتخاباتو لپاره حلقه بندۍ په داسې طرز جوړې کړې وې چې يې چېرته خپل ووټونه زيات ول.

هغه وويل،

"با اثره خلکو حلقه بندۍ په داسې طرز جوړې کړې وې چې هغه د دوی په ګټې وې او د خپلو مخالفينو ووټران يې له خپلو حلقو بهر کړي ول. موږ هيله لرو چې الېکشن کمېشن به دا او د خلکو تحفظات جدي واخلي او حل به يې کړي."

خو د حيبر پښتونخوا الېکشن کمېشن وياند سهېل احمد دا تور رد کړ او وې ويل چې د صوبايي چوکيو لپاره حلقې د بانفوذه خلکو په خوښه نه وې جوړې شوې.

دده په وينا، که د دې سربېره هم څه تېروتنې شوې وي نو دا ځل به يې نه تکراروي.البته نوموړی زیاته کړه چې داوخت يوازې د وېلېج کونسلو او نېبرهوډ کونسلونو حلقه بنديانې کوي او په پخوانيو نيمه قبايلي سيمو يا اېف ارز کې د صوبايي انتخاباتو لپارهپه جوړو شوو حلقو کې به بدلون د نوې سرشمېرنې وروسته ممکن دی.

تېر ځل که تېروتنې شوې وي نو دا ځل به يې نه تکراروو.
انتخاباتي کميشن

له مومند ضلعې سره تعلق لرونکی او په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړی نثار مومند بيا د اګست پر ۱۸ مه مشال رېډيو ته وويل چې د بلدياتي انتخاباتو لپاره په جوړو شوو حلقو کې هغه خلک نه دي شامل کړل شوي چې دا وخت د پاکستان په نورو برخو کې د کډوالی ژوند تېروي.

نوموړي د مومندو مثال ورکړ چې په وينا يې که په دې ضلع کې په ۱۵۰۰۰ کسانو مشتمل يو ويلېج کونسل جوړ کړل شيی او هم په دې بنياد بلدياتي څوکۍ ورکړل شي خو چې کله کډوال سيمو ته ستانه شي نو کېدای شي چې د دې ويلېح کونسل د خلکو شمېر زيات شي نو بيا به خلک ډېر او استازي به يې کم وي.

د کميشن وياند سهېل احمد وايي، دوی خپل کوشش کړی چې د ايين او قانون مطابق حلقه بندۍ وکړي خو که بيا هم څه تېروتنې شوي وې نو قبايلي ولس کولای شي د اګست له ۲۲ مې د ستمبر تر شپږمې پورې خپل وړانديزونه او شکايتونه ورسره جمع کړي.

 په قبایلي سیمو کې د انتخاباتو په اړه د ولس نظرونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:14 0:00

نوموړي وويل چې په ښارونو کې نېبرهوډ او کليو کې ويلېج کونسلې جوړېږي چې د ده په خبره په يوه کونسل کې به درې جنرل کونسلر ټاکل کېږي او چې د کوم کونسلر ووټونه زيات وي هغه به وېلېج چېرمېن وي.

دغه راز د ده په وينا، د ښځو ، ځوانانو ،مزدور کسان به يوه يوه چوکۍ وي او چې چېرته اقليتي غړي وي نو هلته به يوه څوکۍ د هغو لپاره هم ځانګړې وې.

په اسلام اباد کې په قبايلي چارو نظر ساتونکی ډاکټر اشرف علي د اګست پر ۱۸ مه مشال رېډيو ته وويل چې په قبايلي سيمو کې بلدياتي انتخابات ډېر مهم دي چې دارنګه يو کس په خپله کوڅه کې موجود کونسلر يا حکومتي غړي ته خپلې مسلې په اسانه ورسولای شي.

د پرمختيايي کارونو لپاره ځانګړې شویو پېسو دېرش فيصده به د بدلدياتي حکومت له لارې خرڅېږي.
ډاکټر اشرف علي

هغه زياته کړه، د پرمختيايي کارونو لپاره ځانګړې شویو پېسو ۳۰ فيصده به د بدلدياتي حکومت له لارې خرڅېږي. نوموړي وويل، حکومت باید ژر تر ژره په قبايلي ضلعو کې بلدياتي انتخابات وکړي.

د الېکشن کميشن وياند وويل چې دوی نشي ويلای چې په قبايلي سيمو کې به بلدياتي انتخابات کله کيږي؟

مشال رېډيو هڅه وکړه چې د بلدياتو او اطلاعاتو لپاره د خېبرپښتونخوا د اعلا وزير ځانګړي سلاکار کامران بنګش سره هم خبرې وکړي خو د هغوي فون ځواب نه وايه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG