د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن پر حکومت ضد تحریک په یوه خوله دی: مولانا فضل الرحمان


فضل الرحمان وايي، تحریکونه د اپوزیشن په یووالي کامیابېږي - پخوانی انځور
فضل الرحمان وايي، تحریکونه د اپوزیشن په یووالي کامیابېږي - پخوانی انځور

پېښور - د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، د اپوزشن ګڼ غونديزې غونډې يا حکومت ضد تحريک چلولو باندي اختلافات نېشته او په دې لړ کې له نورو ګوندونو سره رابطې دوام لري.

مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د اګست پر ۱۵مه د پېښور په باچاخان مرکز کې د عوامي نشنل ګوند له مشرانو سره یو ځای خبرې غونډې ته په وینا کې وکړې.

دا خبري غونډه له هغه وروسته وشوه چې مولانا فضل الرحمان د عوامي‌ نشنل ګوند له مرکزي جنرل سیکرټري‌ میا افتخار حسېن ، غلام احمد بلور او یو شمېر نورو مشرانو سره لیده کاته وکړل.

مولانا فضل الرحمان خبري غونډې ته وویل چې د اپوزیشن ګوندونو له متحد کېدو سره تحريکونه کاميابېږي او له ټولو ګوندونو سره په مشاورت تحريک سره به د ولس اعتماد ترلاسه کړي.

نوموړي دا هم وويل چې د اپوزشن لوی ګوندونه د نوی انتخاباتو خبره کوي خو د قانون سازۍ پر وخت چې يې ضرورت وي نو حکومت ته ووټ ورکوي.
د جمعيت علما اسلام ګوند مشر دا خبره په داسي حال کې کوي چې د اپوزشن ګوندونو ترمنځ د اختلافاتو خبرونه مخي ته راغلي وي.

په پاکستان کې اپوزشن ګوندونو د سپریم کورټ له خوا د جسټس قاضي فايز عيسا پرضد د صدراتي ريفرنس تر غيرقانوني ګرځولو وروسته له ولسمشر او وزيراعظم څخه د مستفعي کيدو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان سپريم کورټ ۱۰ کسيزې ډلې د جون پر ۱۹مه د جسټس فایز عیسا پرضد په سپریم جوډیشل کونسل کې جمع شوی صدارتي ریفرنس کالعدم وګرځاوی.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف او اتحادي‌ ګوندونو حکومت د اپوزېشن تورونه او د استعفی غوښتنې رد کړې دي.

حکومت وايي اپوزېشن ګوندونه دا هر څه د خپلو درغلیو پټولو لپاره کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG