د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتيا نړيوال سازمان د کورونا تر دوه لاکه ۹۴ نوي زره زياتې نوې پېښې ثبت کړې


یو افغان روغتیاپال د کورونا وایرس لپاره د یوې ښځې د وجود تودوښه ګوري - د ۲۰۲۰ز د جون لومړۍ
یو افغان روغتیاپال د کورونا وایرس لپاره د یوې ښځې د وجود تودوښه ګوري - د ۲۰۲۰ز د جون لومړۍ

د روغتيا نړيوال سازمان د اګست ۱۴مې او ۱۵مې پورې د کورونا وايرس تر دوه لاکه ۹۴ نوي زره زياتې نوې پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو صحت سازمان (ډبليو اېچ او) د اګست ۱۵مې په رپورټ کې ويلي چې په نړۍ کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۲۱ ملينه دی.

په رپورټ کې ويل شوي چې د کووډ-۱۹م په نوم ناروغۍ څخه ۹۹۸۵ نور کسان مړه شوي دي چې ورسره په نړيواله کچه د مړيو مجموعي شمېر اوه لاکه ۵۵ زره ۷۸۶ ته رسېدلی دی.

په نړۍ کې له وايرسه مړه شويو کې نيمايي کسان په امريکا، مېکسيکو، برازيل او هند کې دي.

د ډبليو اېچ او تازه شميرې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې روسيې د اګست پر ۱۶مه د کوروناوايرس نږدې ۵۰۰۰ زره نوې پېښې ثبت کړې دي خو بل لور ته امريکا د وايرس د ټېسټونو يا معاينات له کمي سره مخامخ ده چې دغه رجحان ښايي په وايرس د اخته کسانو د معلومولو په عمل ناوړه اغېز وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG