د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ۲۴ ساعتو کې د کورونا وایرس ۷۴۷ نوې پېښې ثبت شوي


په پاکستان کې د کورونا وایرس ورځنیو پېښو شمېر په کمېدو وو.
په پاکستان کې د کورونا وایرس ورځنیو پېښو شمېر په کمېدو وو.

پراګ - په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له ۷۴۷ تازه مثبتو پېښو ثبتېدو سره د رسمي پېښو شمېر ۲۸۸،۰۴۷ ته رسېدلی دی.

د کورونا وایرس په اړه د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اګست تر ۱۵مې په هیواد کې له ناروغۍ ۲۶۵،۶۲۴ رغېدلي خو ورڅخه ۶،۱۶۲ مړه شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان وفاقې حکومت د اګست له اتمې، رستورانونه، هوټلونه، پارکونه او سینماګانې پرانستلو پرېکړه کړې وه.

پاکستان کې اوږده موده وروسته پر رستورانونو ګڼه ګوڼه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:47 0:00

خو تعلیمي ادارې به د سېپټېمبر له ۱۵مې بیا پرانیزي.

د پاکستان هوايي چلند ادارې د اګست پر نهمه نړيوال پروازونه بحال کړي ول.

په همدې حال کې وزیراعظم عمران د اګست پر ۱۴مه د پاکستان ازادۍ ورځې لمانځلو په مناسبت ويډيويي پيغام کې پر ولس غږ کړی و چې کورونا وايرس وبا کې اوس هم چيلنجونه موجود دي او بايد په دې لړ کې له احتياطه کار واخېستل شي.

وزير اعظم وويل چې تر ټولو لوی احتياط ماسکونه اچول دي چې ورسره د کورونا وايرس خپرېدو امکانات کم شي.

عمران خان زياته کړه چې د کورونا وبا مخنیوي لپاره د پرېکړو له وجې یې تر ډېره د دې ناروغۍ په کیسونو کې کمی راغلی دی.

حکومت دا اقدامات تر هغې وروسته کړي چې په جولای کې د کورونا وایرس ورځنیو پېښو شمېر په کمېدو وو.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۷۶۵،۰۲۹ ته رسېدلی دی.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ووبپاڼې په وینا، د اګست تر ۱۵مې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۱ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۱۳ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG