د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې سيلابونو لس کسان وژلي


د ليويز ځواکونه په مرستندويه کارونو بوخت دي
د ليويز ځواکونه په مرستندويه کارونو بوخت دي

په بلوچستان کې له یوې هفتې راهیسې روانو بارانونو لږ تږ لږه لس کسان وژلي او په لسګونو کورونو ته یې زیان اړولی دی.

د صوبايي حکومت وياند، لياقت شاهواڼی وايي چې د دې شمېرو تر راتګ وروسته یې په ۲۱ ضلعو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی چې جل مګسي، کوهلو، نصیراباد ، ډیره بګټي او خضدار پکې شامل دي.

شاهواڼي د اګست په لسمه مشال راډيو ته وويل چې په ليري پرتو سيمو کې خلک د ګڼو ستونزو سره مخ دي‌ خو حکومت کوښښ‌کوي چې مرسته یې وکړي. ((موږ تر اوسه ۳۰۰ کسان خوندي ځايونو ته رسولي دي. د قدرتي افتونو د نظم اداره کار کوي. په ځينو ځايونو کې پوځ هم مرسته کوي. دوی پرون هم د يوې کورنۍ اته کسان د هيلي کاپټر له لارې راویستلي دي.))

د خلکو سره په مرستو بوخت يو. لا واردمخه مو پېسې بېلې کړې دي.
لياقت شاهواڼي

د بلوچستان په ځينو ضلعوکې سيلابونو په داسې مهال بیړنی حالت جوړ کړی چې په دې صوبه کې کورونا وایرس هم د کاروبارونو تړلو له وجې خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.همداراز له تېرو دريوو مياشتو راهیسې ملخانو فصلونه خراب کړي دي. لياقت شاهواڼي وايي دې زیانونو ته په کتو سره یې دیرش کروړه روپۍ د سيلابونو له بحرانه جبران لپاره بېلې کړې دي.

په همدې حال کې د کوټې او سیبي ترمنځ د بي بي ناني پل نړيدلی او ترې لاندې دګیس نل ليک پرې شوې ده. له دې وجې د خلکو کورونو ته ګېس نه رسېږي. ځايي چارواکو مشال راډيو ته ويلي‌چې له دوو ورځو راهیسې په ځينو ځايونو کې ګېس بند دی او ښايي بحالي‌يې لا نورې ورځې واخلي.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال د اګست په لسمه، د هيلي کاپټر له لارې د سيلاب ځپلو سيمو دوره کړې ده.

XS
SM
MD
LG