د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د کورونا وایرس مثبتې پېښې تر ۵ میلیونه زیاتې شوې


په کیلیفورنیا کې یوازې څو کسانو ماسکونه په مخ کړي
په کیلیفورنیا کې یوازې څو کسانو ماسکونه په مخ کړي

په امریکا کې د کورونا وایرس د رسمي مثبتو پېښو شمېر له پېنځه میلیونه اوښتی خو بل پلو په نیو زیلینډ کې په تېرو ۱۰۰ ورځو کې یوه پېښه هم نه ده ثبت شوې.

کووېډ-۱۹ ناروغۍ په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا ځپلې.

تر امریکا وروسته د وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په برازیل او هند کې ثبت شوې دي.

د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون ځانګړې ووبپاڼه ښيي چې د اګست تر ۱۰مې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس ټولې ۵،۰۴۴،۸۶۴ پېښې ثبت شوې دي.

کووېډ-۱۹ په امریکا کې ۱۶۲،۹۳۸ کسان وژلي خو ۱،۶۵۶،۸۶۴ ورڅخه رغېدلي دي.

ووبپاڼه وايي، په برازیل کې تر درې میلیونه او په هند کې تر دوه میلیونه زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

په بېلا بېلو هېوادونو کې د کورونا وایرس شمېرې دلته وګورئ

په ګرده نړۍ کې د اګست تر ۱۰مې د کورونا وایرس ۱۹،۸۷۶،۳۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ورڅخه ۷۳۱،۵۷۰ کسان مړه شوي البته تر ۱۲ میلیونه زیات وګړي له کووېډ-۱۹ ناروغۍ جوړ شوي دي.

خو په عین وخت کې په ځینو هېوداونو کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي.

نیو زیلینډ د اګست پر نهمه وویل چې په څه د پاسه درو میاشتو کې یې یوه پېښه هم نه ده ثبت کړې.

د هغه هېواد د روغتیا ادارې مشر دا لوی پرمختګ بللی دی.

چین د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې په ووهان ښار کې د کورونا وایرس د لومړیو پېښو خبر ورکړ.

د څو میاشتو په موده کې دا وایرس د نړۍ تر شاوخوا هر هېواده ورسېد او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په مارچ کې د جهاني وبا اعلان وکړ.

د وبا او د مخنیوي لپاره یې اقداماتو او ټولبندونو د نړۍ د ګڼو هېوادونو اقتصادونه ځپلي او د ژوند بېلا بېلې برخې یې اغېزمنې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، خلک باید د وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره ګڼه ګوڼه جوړه نه کړي، د دوو کسانو ترمنځ باید تر دوه میټره پورې فاصله وي، له کوره بهر او په بندو ځایونو کې باید خلک تمبوزک یا ماسک په مخ کړي او په بیا بیا لاسونه په صابون ومینځي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG