د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې وکیلان د اتم اګست "ناورین" لمانځي


د ۲۰۱۶کال د اګست پر اتمه ځانمرګي برید کې ۷۰ کسان وژل شوي وو چې ۵۴ یې وکیلان وو.
د ۲۰۱۶کال د اګست پر اتمه ځانمرګي برید کې ۷۰ کسان وژل شوي وو چې ۵۴ یې وکیلان وو.

د بلوچستان د وکیلانو ټولنه (بارکونسل) د اګست پر اتمه نېټه د هغو وکیلانو، خبریالانو او نورو کسانو یاد غونډه لمانځي چې ۲۰۱۶ز کال کې په همدې ورځ په کوټه کې په یوه ځانمرګې حمله کې وژل شوي ول.

په هغه مرګونې حمله کې ټول ۷۰ کسان وژل شوي ول چې ډېری یې د بلوچستان د وکیلانو د ټولنې غړي وو. د دې بريد مسوليت له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې وسله والې ډلې جماعت الاحرار منلی و.

د بلوچستان بار کونسل مشران وایي دا یاد غونډه د هغې خونړۍ پېښې قربانیانو ته د پېرزونو وړاندې کولو په موخه ترسره کېږي.

عوامي نیشنل ګوند وايي، حکومت ورته په کوټه کې د غونډې کولو اجازه نه ده ورکړې نو ځکه هغوی اوس پلان لري چې د صوبې په بیلابېلو سیمو کې مظاهرې او غونډې وکړي.

د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د کورونا وبا د خپرېدو له وېرې په کویټه کې د ولسي غونډو اجازه نه شي ورکولی.

خو په کوټه کې د عوامي نیشنل ګوند غړي رشید ناصر د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل، حکومت په لومړي سر کې هغوی ته د غونډې کولو اجازه ورکړې وه، خو بیا وروسته یې هغوی منع کړل.

د بلوچستان بار کونسل مرستیال مشر منیر کاکړ ایډوکیټ د اګست پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د ۲۰۱۶ کال د ځانمرګي برید پر مهال وکیلانو ته یو نه جبریانېدونکی تاوان رسېدلي وو او د هغوی ډېری ملګري وژل شوي ول خو د نوموړي په وینا اوس د خوښۍ خبره دا ده چې له هغې پېښې وروسته ۵۰۰ نوي ځوانان د وکالت پېشې ته د کار او خدمت کولو لپاره حاضر شوي دي.

په بلوچستان کې د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزی مشال راډیو ته وویل، نور باید پښتانه په یو اتفاق شي او د مذهب په نامه د یو بل سره لاس او ګرېوان کېدل پرېږدي. هغه وویل، د پښتنو ترمنځ د اتفاق راوستلو او د هغوی د تکلیفونو د ختمولو لپاره د یو لوی سوچ ضرورت دی.

شنونکی او خبریال سیدعلي شاه وايي، د ۲۰۱۶کال د اګست پر اتمه د یو پلان له مخې وکیلان په نخښه کړای شول او داسې چا نه انګېرله چې په پېښه کې د وژلو شویو کسانو له کورنیو به بیا څوک وکالت ته زړه ښه کړي، خو اوس لیدل کېږي چې له هر زیانمن شوي کوره بل ځوان سر راپورته کوي او خدمت ته ټټر وهي.

XS
SM
MD
LG