د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۶۷۵ پېښې ثبت شوي


روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د یوې ښځې له پوزې مایع مواد اخلي
روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د یوې ښځې له پوزې مایع مواد اخلي

په پاکستان کې په ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له ۶۷۵ نویو مثبتو پېښو له ثبتېدو سره، د رسمي پېښو شمېر ۲۸۰،۸۵۴ ته لوړ شوی دی.

د هغه هېواد د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اګست تر پېنځمې پورې په هېواد کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه ۶،۰۱۰ کسان مړه شوي خو تر ۲۵۴،۰۰۰ زیات ورڅخه رغېدلي دي.

د پاکستان حکومت وايي، له جولای راهیسې په هېواد کې د کورونا وایرس د پېښو شمېر په ټيټېدو دی.

په جون کې په هغه هېواد کې هره ورځ اوسطاً ۲،۰۰۰ پېښې ثبتېدې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG