د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سپین غره ته په سیل تللي درې کسان مړه شوي


د کورمې ځوانان اکثر په اختر کې سپین غره ته چکر ته ځي
د کورمې ځوانان اکثر په اختر کې سپین غره ته چکر ته ځي

د کورمې اوسېدونکو سپین غره ته په چکر له تللیو کسانو څخه د درو مړي او پاتې پېنځه یې په خراب روغتیايي حالت کې موندلي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي محمد الله د اګست پر درېیمه مشال راډيو ته وویل، دا اته کسان د چوړنګو اوسېدونکي دي او د اګست پر دویمه سپین غره ته د سیل لپاره ورغلي ول چې هلته په واورې او ږلۍ کې بند شول او یخنۍ ووهل.

ځايي مشر ملک بخت دین له انتظامیې څخه غوښتنه وکړه چې ورسره دې له غره څخه د ناروغه سیلانیانو او جسدونو په وروړلو کې مرسته وکړي.

د کورمې یو انتظامي مشر عمر احمد خان له پېښې بې خبري ښيي خو وايي، له امنیتي چارواکو څخه هیلېکاپټر غواړي.

د سپین غره یوه خوا د کورمې او بله یې د ننګرهار لوري ته ده چې ورباندې اکثر واوره پرته وي.

د کورمې ځوانان په اخترونو کې هلته د سیل لپاره ورځي خو په غره کې د سیلانیانو د پاتې کېدو ځایونه نشته.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG