د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کووېډ-۱۹ له لاسه د مړو شمېر ۵،۹۷۶ ته رسېدلی


يو ماشوم دکاندار
يو ماشوم دکاندار

په پاکستان کې د کورونا وایرس وهلو شمېر دوه لاکه، نهه اويا زره او اوه سوه څلور پنځوسو ته رسېدلی دی.

ډان او ایکسپریس ټريبيون ورځپاڼو له هسپتالونو د وررسېدلو شمېرو تر مخه د اګست تر دوهمې پورې له دې وايرسه ۵،۹۷۶ کسان مړه شوي هم دي.

د دې وايرس په اړه شمېرې ساتونکي امريکايي پوهنتون، جان هاپکينز ويبپاڼې ليکلي چې تر ننه (د اګست تر دویمې) پورې په پاکستان کې له کورونا دوه لاکه اوه څلويښت زره رغېدلي دي.

حکومت له خلکو غوښتي چې د لوی اختر د ورخو د لمانځلو په وخت دې له کورونا وایرسه د ځان بچ کولو تدابير وکړي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ولسمشر عارف علوي د بېلابېلو بيانونو په ورکولو سره پر ولس غږ کړی چې د ډاکټران لارښوونې دې په پام کې ونيسي.

په دې لارښوونو کې راغلي چې خلک دې له يوه بله فاصله وساتي، د لمانځه په وخت دې په صفونو کې ليري لري ودرېږي، لاسونه دې په بيا بيا په صابن ومينځي او ماسک دې واغوندي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ديسمبر کې د چين له اوهان ښاره راپېدا شو او اوس په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی. تر ټولو ډېر کورونا ځپلي په امريکا کې دي.

پاکستان، لوی اختر او کورونا
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:03 0:00

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG