د لاسرسي ځای

تازه خبر

راپور: په پاکستان کې يوازې يو فیصد ښځې په خپله خوښه د واده واک لري


په لاهور کې يوه مېرمن د دعا پر مهال

ملګرو ملتونو او د ښځو حقونو لپاره کارکونکي د پاکستان ملي کمیشن یا این سي ایس ډبلیو د روان کال د حالاتو په اړه په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې دوی ته د رسیدولو راپورونو ترمخه په پاکستان کې څه د پاسه ۲۸ فيصده جینکۍ له ۱۸کلنۍ مخکې ودېږي. همداراز له ۱۶ فيصدو څخه زیاتې جینکۍ تر ۱۸ کلنۍ مخکې مېندې شي.

د جولايي پر ۲۷ مه خپور شوی دا راپور زیاتوي چې په پاکستان کې یوازې یو فيصده جینکو ته پخپله د خپلې خوښې واده اختیار ترلاسه دی او ۱۶ فيصدو سره بیا کورنۍ د واده په اړه خبرې کړي دي.

۲۵ فیصده ښځې د جسماني‌تشدد سره مخ دي. ۲۹ فیصده ځوانان او ځوانانې د مېړه وهل بد نه ګڼي
راپور

په راپور کې زیاته شوې چې ۲۹ فيصده ځوانې جینکۍ د مېړه لخوا د هغوی د کنټرولولو رویې سره مخامخ دي او ۴۴ فيصده ځوانې جینکۍ او هلکان د مېړه لخوا د ښځې په وهلو کې هیڅ زیان نه ویني.

څو ورځې مخکې د خیبرپښتونخوا د کوز دیر په جندول کې د یوې دولس کلنې جينۍ په خفیه ډول یو دیارلس کلن ماشوم ته ودولو او بیا څلور ورځې وروسته د تشدد له وجې د هغې د مړیني خبر مخې ته راغی. د مردان اوسیدونکې عایشه خان چې په ۱۷ کلنۍ کې واده شوې وه، د جولايي پر ۲۸مه یې مشال رېډیو ته وویل چې د وړوکوالي عمر واده یې نه یوازې زده کړې متاثره کړي بلکې د هغې زهني او جسماني صحت ته یې هم زیان رسولې وو.

د ملګرو ملتونو او د این سي ایس ډبلیو د راپور ترمخه په پاکستان کې ۱۵ فيصده ښځې له جسماني تشدد سره مخامخ دي. راپور زیاتوي چې د تشدد ښکار واده شوو ښځو کې یوازې ۲۳ فيصده د ژغورنې لپاره د مرستو اخیستو هڅه کوي او ۱۶ فيصده بیا له خپلو حالاتو يوازې نیږدې ملګري او خپلوان خبروي خو له کومې ادارې یې مرسته نه ده غوښتې.

په خیبر ضلعه کې د ښځو حقونو کارکونکې مماڼه اپریدی وايي اکثره په کم عمرۍ کې د جینکو د ودونو کولو سره هغوی د ګڼو نفسیاتي ناروغیو ښکار شي. ((بیا خلک دا ګمان کوي چې په جینۍ کوډې تویزونه شوي او یا پرې پيریان دي.))

په پاکستان کې د کم عمرۍ ودونو خلاف د ۱۹۲۹م کال قانون موجود دی چې پکې راغلي د واده په وخت بايد د هلک عمر ۱۸ کاله او د جینۍ هغه ۱۶ کاله وي خو په دې قانون کې وخت په وخت د دې ترامیمو کولو غوښتنه شوې چې د واده پرمهال د هلک او جینۍ دواړو عمر باید کم نه کم ۱۸ کاله شي. همدغسې د پاکستان قامي اسمبلۍ یو بیل د تیر کال په اګست میاشت کې د قانون او انصافقایمه کمیټۍ ته وړاندی کړ خو هغوی رد کړ.

د جولايي پر ۱۳مه د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د وړوکوالي عمر ودونو مخنیوي لپاره د قانون سازی غوښتنه وشوه. په دې اړه د قانونصوبايی وزیر سلطان محمد غونډې ته وويل چې د کم عمری ودونو مخنیوي لپاره د قانوني مسودو پر بشپړولو کار روان دی. ((د کورني تشدد بيل لپاره کمیټې جوړه شوې وه او بیا دکمیټي د وړاندیزونو په رڼا کې هغه کابینې هم منظور کړی وو او واپس اسمبلۍ ته رالیږل شوی وو خو په اسمبلۍ کې پکې بیا د ځیني بدلونونو تجویزونه راغلل. نو د هغې لپاره بیا کمیټي جوړه شوې ده. ))

XS
SM
MD
LG