د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز د جون په ۲۳مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې په همدغه ورځ په وفاقيکابينه کې په دې اړه بحث وشو.
وزیراعظم په ټينګار سره وويل چې د ګوند دننه خبرې بايد بهر ونه شيشبلي فراز
هغه وويل: ((وزیراعظم عمران خان وويل چې د ګوند يووالی بايد قايم وساتل شي. د حکومت ښه کارکردګيد ټولو په مخ کې ده. وزیراعظم فواد چوهدري ته وويل چې هيڅ داسې خبره بايد بهر ونه شي چې پر ګوند يا حکومت یې اغېز پريوځي.))
د ساینس وزیر فواد چوهدري د جون په ۲۲مه امريکا غږ اردو سره په مرکه کې وويل چې د ګوند دننه د موجودو سختو اختلافاتو له وجې د دوی د حکومت کارکردګي خرابه ده او هغومره کار یې نه دی کړی د څومره چې ترې ولس تمه کوله. نوموړي زياته کړه چې په پاکستان کې د ملکي حکومت د واکدارۍ خبره کېږي خو په اوسمهال کې په صوبو کې د تحريک انصاف حکومتي چارواکي دومره کمزوري دي چې د ولسي حکومت برلاسي تر پوښتنې لاندې راولي.
چوهدري د خپل منځيو اختلافاتو په اړه زیاته کړه: ((د جهانګیرترين، اسد عمر او شاه محمود قرېشي ترمنځ جګړو ګوند او حکومت ته سخت زیان ورساوه. اول جهانګیر ترين صېب زور ولګاوه او اسد عمر یې ليري کړ. بيا چې اسد عمر بېرته کابینې ته راغی نو جهانګیرترين یې پسې واخیست. د دوی د دې جنګونو له وجې له حکومته سياسي خلک ووتل. د يوې نظریې ټېم پاتې نه شو. داسې خلکو ته واک په لاس ورغی چې د عمران خان د فکر سره یې هيڅ تړاو نشته.))
په ۲۰۱۸ کال کې د خزانې وزیر ټاکل شوی، اسد عمر د ۲۰۱۹ کال په اپرېل کې له دې دندې ليري شو. خو د همدغه کال په نومبر مياشت کې کابینې ته راستون او د پلان وزیر شو. په ۲۰۱۱ کال کې د مسلم لېګ (ق) څخه بېل او د عمران خان سره ملګری شوی، جهانګیرترين تر ۲۰۱۷ کال پورې د تحريک انصاف جنرل سيکريټري وو.
موږ به چې جلسې کولې نو د ځوانانو په سترګو کې مو د بدلون هيلې لیدلې. دوی به د تحريک انصاف نعرې وهلې خو اوس دوی له موږ مایوسه ښکاريمحمود مزاري
په دغه کال کې سپريم کورټ د ټاکنو په کاغذونو کې د اثاثو نه ذکر کولو په تور پر نوموړي د حکومتيچوکۍ ساتلو بندیز ولګاوو. خو نوموړی تر ۲۰۱۹ کاله پورې په تحريک انصاف کې ډېر فعاله او د عمران خان سلاکار پاتې شو.
د ۲۰۲۰ کال په اپريل کې حکومت د چيني بحران په اړه پلټنې وکړي او د تحقیقاتو کمېشن وويل چې له ناورينه د جهانګیرترين شوګرميلونو تر ټولو ډېره ګټه کړې ده. تر دې وروسته، جهانګیرترين په بيلابيلو ټيليويژني مرکو کې ويلي چې د ده خلاف سازش روان دی او ډېره موده یې د وزیراعظم عمران خان سره ملاقات نه دی شوی.
په پارليمان کې د تحريک انصاف يو غړي، محمود خان مزاري هم د دې اختلافو له کبله د خپل حکومت په ناکاميوو ښکاره خبره کړې دي. هغه د جون په ۲۳مه په پارليمان کې د خبرو پر مهال وويل: ((موږ به چې کله د ټاکنیزو کمپاينونو په وخت تقريرونه کول نو د ډېرو ځوانانو په سترګو کې به امېد وو. دوی د پي ټي آييلپاره نعرې وهلې. دوی فکر کاوه چې روزګار به ورته پېدا کېږي. درغلي به ختمه شي او پاکستان کې به بدلون راشي خو افسوس چې هغوی اوس له مونږه مایوسه شوي دي.))
ډېر خلک په پاکستان کې د منتخب حکومت د برلاسېتوب خبره کوي خو څه رقم خلک چې موږ په صوبو کې د مشرانو په توګه لګولي، له دوی معلومه کړئ چې د ولسي حکومتدارۍ برلاسېتوب به څنګه يقيني شي؟فواد چوهدري
پر دې سربيره په پارليمان کې د تحريک انصاف دوو نورو غړو او د پنجاب سياستوالو راجا رياض او خواجه شیراز محمود هم ورته خبرې کړې دي. دوی د جيو ټيليويژن سره په مرکې کې ويلي چې وزیراعظم عمران خان له ځانه سياسي خلک ليري کړياو ټيکنوکراتان یې ملګري کړي دي نو ځکه ناکامه دی.
د سياسي چارو پوه او خبريال محمود جان بابر وايي د تحريک انصاف ترمنځ د اختلافاتو راښکاره کېدل په دې مانا دي چې د دې ګوند او حکومت راتلونکی ښه نه دی. ((اختلافات له پخوا راهيسې وو. په وفاق کې هم وو اوپه صوبو کې هم. په خېبر پښتونخوا کې هم په تحريک انصاف کې څو ګروپونه جوړ شوي وو. خو دا هر څه پټ په پټه وو. اوس یې دوی پخپله اظهار کوي. دا يوازې پېل دی. دا خبره به تر ليري ځي چې د دې ګوند لپاره ښه نه ده.))
خو د امريکا غږ اردو سره په مرکه کې فواد چوهدري بيا بيا ويلي چې په تحريک انصاف کې د خپل منځيو اختلافاتو سربېره هم د عمران خان فکر د ملګرتيا وړ دی. د هغه په وېنا نورو ګوندونو ته په کتو سره ویلي شي چې د ملک ځواکمن پوځ د ملکي حکومت لپاره له تحريک انصاف علاوه بل بديل نه لري.
د چوهدري سره د دې خبرسازې مرکې کوونکی او څيړونکی، سهيل وړايچ وايي دغه او ځيني نور وجوهات ښييچې د شديدو اختلافاتو باوجود به هم تحريک انصاف ګوند همداسې يو پاتې شي.
هغه د جون په ۲۴مه مشال راډيو ته وويل: ((په ګوندونو کې همېشه ډلې ټپلې وي. وزیراعظم ته پکار وي چې د دې ډلو ترمنځ توازن وساتي. زه فکر نه کوم چې دا اختلافات به د تحريک انصاف ګوند يا حکومت مات کړي. سمه ده چې د دوی سياستوال ګيله من دي خو ټول په عمران خان باور لري. البته چې کله حکومت ناکامه شي او کار نه کېږي نو بيا مايوسي خوره شي.))
د تحريک انصاف حکمران ګوند داخلي اختلافات په داسې وخت کې مخکې ته راغليچې د دوی له حکومته، اتحادي نېشنل پارټي بېله شوې ده. د نېشنل پارټۍ مشر اختر مينګل د جون په ۲۲مه وويل چې حکومت ورسره د بلوچستان د پرمختګ او غېب کړل شوو کسانو د مسلې حل لپاره کړې وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه ورسره نوره ملګرتيا نه کوي. دا ګوند په پارليمان کې ۴ او د په بلوچستان صوبايياسمبلۍ کې لس غړي لري. حکومت د مينګل پخلا کولو لپاره هغه سره مذاکرات پېل کړي دي.