د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د چړو خرڅوونکو کاروبار ښه شوی


 په سوات کې د چړو يو خرڅوونکی
 په سوات کې د چړو يو خرڅوونکی

د سوات خلکو د لوی اختر په راتګ سره د څارويوو قرباني‌لپاره د حلالې توکي اخیستل شروع کړي دي.

خلک چړې، تبرګي، چاقوان او د دوی د تېره کولو لپاره سوانونه اخلي. په مينګوره کې لوهاران چې ځيني خلک یې پښان او اهنګران هم بولي، د شپې تر ناوخته پورې کار کوي.

کار مو بيخي ښه دی. د شپې تر ناوخته پورې لګيا يوو چړې جوړوو.
نورکليم

په شاه دره وتکي کې له تېرو لسو کلونو راهیسې د چړو او نورو اوزارو جوړوونکی، نورکليم د داسې ورځو سره ښه اشنا دی.

هغه د جولای په ۲۹مه مشال راډيو ته وویل:‌ ((د لوی اختر په رارسېدو سره زموږ کار ډېر شي. موږ تيار توکي هم خرڅوو او د خلکو په فرمايش په خپل لاس جوړ کړي تبرګي، سيخان، چاقوان او چړې هم پلورو. د ماسختن تر ناوخته پورې کار کوو.))

حکومت دا کال د کورونا وایرس د خپرېدو له وېرې په سيلانيانو بنديز لګولی چې له وجې یې د سوات ښکلو سيمو ته له بهره د خلکو ورتګ د نشت برابر دی.

د مينګورې په بازار کې په لاس ګاډي کې چړې خرڅوونکی احمد خان وايي پخوا به سيلانيانو د کباب لپاره سيخان اخیستل خو اوس هغوی نشته. ((اوس موږ د چړو او چاقوانو په خرڅولو ګوزاره روانه کړې. مزدوري بیا هم بده نه ده. کار مې روان دی. ښه دی.))

په مينګوره کې د چړو تېره کوونکی
په مينګوره کې د چړو تېره کوونکی

د پاکستان حکومت د کورونا وايرس د خپرېدو مخنيوي لپاره د څارويوو منډيې له ښاره ويستلي دي.

دوی همداراز لارښوونه کړي چې ټول خلک به د قربانۍ لپاره د څارو د اخيستو په وخت ماسک اغوندي او د يو بل سره به فاصله ساتي.

د مينګورې سعدالله د قربانۍ لپاره مال اخیستی او دا ستونزه یې حل ده خو د چړو تېرو کولو ته پرېشانه دی. هغه د جولای په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل: ((چړې مې د تېره کولو لپاره راوړې دي. پينځه سوه روپۍ رانه غواړي. دا‌ ډېرې پېسې دي خو بس څه وکړو. مجبوره یو دا پیسې ورکړو.))

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG