د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اختر کې د کورونا وایرس خپرېدو وېره زیاته شوې


ماسک اغوستي کورنۍ د قربانۍ څاروی ګوري
ماسک اغوستي کورنۍ د قربانۍ څاروی ګوري

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱۰۶۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.

هغه حکومتي ویبپاڼه چې د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپروي،‌ وايي د جولای تر ۲۹مې په پاکستان کې د دې وایرس د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۲۷۶۲۸۷ ته لوړ شوی دی. کووېډ-۱۹ ناروغۍ په دې هېواد کې تر اوسه ۵۸۹۲ کسان وژلي خو ورڅخه شاوخوا ۲۴۵۰۰۰ رغېدلي هم دي.

په لوی اختر کې د ګڼې ګوڼې له وجې د کورونا وایرس د زیات خپرېدو وېره ده نو ځکه دې خلک ډېر احتیاط وکړي او د حکومت په لارښوونو دې عمل وکړي
وزیراعظم عمران خان

حکومت وايي د جون په پرتله، په جولای کې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې په کمېدو دي.

خو په عین وخت کې چارواکي او روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې که په اختر کې خلکو احتیاطي لارښوونې عملي نه کړې نو د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر بیا لوړېدای شي.

د پاکستان حکومت د لوی اختر د ورځې رسمي اعلان نه دی کړی خو ښايي‌دا د جولای په يو دېرشمه يا اګست لومړۍ نېټه وي.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، تر اوسه په نړۍ کې د کورونا وایرس ټولې ۱۶.۷ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. خو د پوهنتون په وینا، د نړۍ پر کچ له ناروغۍ تر ۹.۹ میلیونه زیات کسان رغېدلي هم دي.

د پاکستان وزیراعظم ولس ته خبرداری ورکړی چې که د اختر په ورځو کې احتياط ونه کړي نو کورونا وایرس تر دې ډېر خپرېدلی دی. هغه د جولايي پر ۲۷مه پر سرکاري‌ ټیلي ویژن په یوه وینا کې ویلي چې خلک دې د حکومت په لارښوونو سم عمل وکړي.

حکومت خلکو ته ويلي چې د قربانۍ لپاره د څارويوو خرڅولو په منډيانو کې بايد بغېر له ماسکه ونه ګرځي. همداراز کوښښ‌دې وشي چې څاروي پر انټرنيټ يا آن لاين توګه واخیستل شي. لاسونه دې بيا بيا په صابن ومينځل شي او د اختر د لمانځه پر مهال دې خلک له يو بله ليري ودرېږي.

عمران خان‌ زیاته کړې چې له لويو اقتصادي تاوانونو د خوندي پاتې کیدو لپاره مکمل ټولبند یا لاک ډاون عملي نه کړل شو خو دا په دې مانا نه ده چې خلک دې احتياط ونه کړي. د هغه په وېنا که خلک احتياط ونه کړي نو په لوی اختر کې د کورونا وایرس د زيات خورېدو وېره ده.

پاکستان کې د قربانۍ د څاروو انلاين بازار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

XS
SM
MD
LG