د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، چین، افغانستان او نیپال د کورونا ضد ګډ کار کوي


پاکستان، چین، افغانستان او نیپال د کورونا ناروغۍ د مخنیوي او د اقتصادي بحالۍ لپاره په شریکه پر کار کولو رضا شوي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو د جولايي پر ۲۸مه پر خپلې ویبپاڼې لیکلي چې د څلورو واړو هیوادونو د وزیرانو ترمنځ دا غونډه پر لیکه یا ان لاین ترسره شوې چې د غونډې کوربتوب د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي پر غاړه وو.

د پاکستان له غاړې د اقتصادي چارو وزیر خسرو بختیار په غونډه کې برخه واخېسته.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې موقع وویل، هیواد یې د افغانستان، پاکستان او نیپال سره د خلکو د صحت، د معیشت د ښه کېدو، د کار د بحالۍ او پر کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ د قابو موندل کېدو پورې کار کولو ته ژمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG