د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا لوی اختر ته د سندرو پر راتګ اغېز کړی دی که نه؟


رباب
رباب

پراګ - اختر که وړوکی وي او که لوی، د سيمې سندرغاړي هڅه کوي چې د پښتو موسيقۍ اورېدونکو ته پکې نوې سندرې وړاندې او د هغوی خوشالۍ لاپسې ‌‌‌‌‌‌ډېرې کړي.

د کورونا واېرس وبا د سږ وړوکي اختر په څېر لوی اختر هم د پښتو د نويو سندرو له پلوه پيکه کړی دی. خو د سيمې ځينې ځوان او پېژندلي سندرغاړي توانېدلي چې په لوی اختر کې خپلې نوې سندرې خپرې کړي.

سندرغاړی کرن خان وايي، د خپل نوي البم دوه سندرې يې اختر ته ساتلي. نوموړی هيله من دی چې د اختر سندرې به يې خلک خوښې کړي.

کرن خان وویل ، "سږ لوی اختر ته ښايي کمې سندرې راشي او وجه يې د کورونا واېرس وبا له وجې د ژوند د بلې هرې يوې شعبې په څېر د هنري چارو اغېزمنېدل دي."

خو د کرن خان په وینا ، "ځينو سندرغاړو بيا هم هڅه کړې چې اختر ته سندرې جوړې او خپرې کړي. ما هم د خپل ګلقند البم دوه سندرې اختر ته ساتلي. وې‌‌‌‌‌‌ډيوګانې مې هم ورته جوړې کړي او ‌‌‌‌‌‌ډېر هيله من يم چې خلک به يې خوښې کړي."

شمالي افغان، چې د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي زوی دی او له هغه سره يو ځای په کانا‌‌‌‌‌‌ډا کې اوسي، له تېرو څو مياشتو راهيسې په وطن کې دی.

شمالي هم اختر ته نوې سندرې لري او وايي چې د کورونا وبا له وجې يې يو څه په ګرانه جوړې کړې دي.

ده مشال راډیو ته وویل, "دا ځل مې په پېښور کې زياتې ورځې تېرې کړې. په بېلا بېلو سټو‌‌‌‌‌‌ډيګانو کې مې يو شمېر سندرې ثبت کړې. د ملنګ جان يوه سندره، چې د پلار په غږ مې ‌‌‌‌‌‌ډېره مشهوره شوې وه، له نويو سازونه سره وويله او په اختر کې به يې د ټولنيزې مي‌‌‌‌‌‌ډيا له لارې خلکو ته ورسوم. دا وخت په کابل کې يم او غواړم چې خپلو ځينو سندرو ته وې‌‌‌‌‌‌ډيوګانې جوړې کړم."

د چارسدې يو ځوان سندرغاړي اسفنديار مومند هم پر ټولنيزه میډ‌‌‌‌‌يا د خپل نوي البم سندرې خپرول پيل کړي دي.

دی وايي، پلان لري چې د البم پاتې سندرې په اختر کې خپرې کړي.

نوموړي په دې اړه مشال راډیو ته وویل، "ما د خپل ادم خان البم له سندرو دوه درې هغه لوی اختر ته ساتلي. په سندرو مو ‌‌‌‌‌‌ډېره خواري کړې او هيله من يم چې خلک به يې خوښې کړي."

ده وویل چې "په عين وخت کې له خپلو مينه والو غواړم چې د کورونا واېرس خطر هرو مرو په پام کې ونيسي او د اختر په شپو ورځو کې له خپلو کورنيو سره په کور پاتې شي."

اظهر خان د ملاکن‌‌‌‌‌‌ډ يو ځوان دی او نوی نوی د سندرو ميدان ته راوتلی دی. دی وايي د لوی اختر سندره به يې د سيمې د ځوانانو لپاره د نشه يي توکو د استعمال ضد يو پيغام ولري.

هغه زیاته کړه چې "زما د اختر سندره د سيمې د يو نوي شاعر ده چې هغه پکې د نشه يي توکو د استعمال ضد پيغام ورکړی دی. سندره مې په يمي سټو‌‌‌‌‌‌ډيو کې جوړه کړې. دا وخت د کورونا وبا له لاسه د سندرغاړو او ساز غږوونکو کارونه خراب او هغوی پرېشانه دي."

اظهر خان وویل، "که څه هم د وبا زور يو څه کم شوی، خو موږ ټول په تېره د اختر په شپو ورځو کې زيات احتياط وکړو او پرېنږدو چې کورونا واېرس يو وارې بيا خلک ناروغه کړي."

د سيمې دا ځوان او مشهور سندرغاړي،چې د کورونا واېرس د وبايي حالت باوجود يې د لوی اختر لپاره نوې سندرې جوړې کړي، له خپلو مينه والو غواړي چې خپلې خوشالۍ په سادګۍ ولمانځي او د کووې‌‌‌‌‌‌ډ 19 ناروغۍ د بشپړ خاتمې له چارو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG