په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۲۰ نور کسان وژلي دي.
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان سرکاري ووبپاڼې د جولای پر ۲۷مه وویل، له دې سره په هغه هېواد کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د مړو شمېر ۵،۸۴۲ ته لوړ شوی دی.
د ووبپاڼې په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۱،۱۷۴ پېښې ثبت شوې دي چې ورسره ټولې رسمۍ مثبتې پېښې ۲۷۴،۲۸۸ ته رسېدلې دي.
خو په عین وخت کې په پاکستان کې د کورونا وایرس له ناروغۍ څخه تر ۲۴۱،۰۰۰ زیات کسان جوړ شوي هم دي.
د پاکستان حکومت وايي، په جولای کې په هېواد کې د کورونا وایرس ورځنۍ مثبتې پېښې کمې شوې دي خو د جولای پر ۲۶مه د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار ډاکتر ظفر مرزا پر ولس غږ وکړ چې په اختر کې له وایرسه د ځان ساتلو لپاره پوره احتیاطي لارښوونې عملي کړي.