د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي هېوادونو کې د کورونا وبا له کبله بیا محدوديتونه لګول کېږي


په ميونېخ کې يو روغتياپال د يوځايي وګړي د کورونا ټېسټ کوي. (ارشیف)
په ميونېخ کې يو روغتياپال د يوځايي وګړي د کورونا ټېسټ کوي. (ارشیف)

پراګ- په اروپايي هېوادونو کې د کورونا وایرس د نویو پېښو مخې ته تر راتلو وروسته د ټېسټونو او سفر کولو په اړه نوي محدوديتونه لګول کېږي.

له دغو نویو پېښو راتلو سره دا وېره ده چې په ځېنو اروپایي هېوادونو کې ممکنه ده یو ځل بیا اقتصادي محدوديتونه ولګول شي.

په امریکا کې د کورونا وایرس نوې پېښې

بلخوا په امریکا کې هم د کورونا وایرس نوې پېښې مخې ته راغلي دي.

د ۲۰۲۰ز کال له پيله چې کورونا وايرس په امريکا کې خپور شوی تر اوسه درې میلیونه کسان پرې اخته شوي دي او تر یو لاک ۴۵ زره زیات کسان مړه شوي دي، خو تر یو میلیون زیات پکې له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

په امریکا کې د کورونا وایرس وهلو شمېره تر څلورو میلیونه اوښتې ده چې دا په نړۍ کې په یو هېواد کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاته شمېره ده.

بلخوا په امریکا کې د ورځې د دغه وایرسه د مړیو شمېره له ۲۰۰۰ کمه شوې ده.

څېړونکو خبرداری ورکړی چې په امریکا کې د کورونا له کبله د مړیو شمېر زیاتېدای شي.

په دغه هېواد کې په تېرو پنځو ورځو کې د کورونا شمېرې تر ۶۶ زرو پورې راغلي او په ګڼو ریاستونو کې په روغتونونو کې زیات ناروغان داخل کړل شوي دي.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس وهلو شمېره ۱۵.۹ میلیونو ته رسېدلې ده او تر شپږو لکو او ۴۳ زرو پورې کسان ترې مړه شوي دي. بلخوا له دې وايرسه په نړۍ کې ۹.۷ مليونه کسان رغېدلي هم دي.

کورونا په نړۍ کې تر ټولو زیات چې کوم هیوادونه ځپلي په هغو کې امریکا، برازيل او هند په ترتیب سره په لومړي، دوهم او درېيم نمبر دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG