د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر چاودنې وروسته د ګلزار حسین د ژوند اوږد مزل


ګلزار حسین د پاړه چنار په یوه کلي کې ښوونکی دی

"زه خپلو پټیو ته پر لاره وم او د اوبو څښلو ته د ویالې غاړې ته کښېناستم چې چاودنه وشوه. په ځان پوه نه شوم. لږ وخت وروسته مې د پاړه چنار په هسپتال کې سترګې وغړولې."

دا د ګلزار حسین د ژوند د اوږدې کیسې پیل دی چې اوسمهال د کورمې په پاړه چنار کې د ښوونځي استاد دی.

دی د ۱۹۹۹ز کال د فبرورۍ ۲۵مې تر غرمې پورې روغ رمټ انسان وو خو د سترګو په رپ کې ورڅخه نیم بدن جلا شو.

حسین وايي، د ژورو ټپونو له وجې یې له هغه ځایه پېښور ته یووړ او بیا له پېښوره بېرته د پاړه چنار په هسپتال کې بستر شو، "پوره پېنځه میاشتې مې علاج وشو."

درملنې حسین له مرګه وژغوره خو وجود یې بیا سالم نشو.

د ځمکلاندې بم په چاودنه کې د ګلزار حسین دوه پښې او یو لاس پرې شول او یوه سترګه یې وبایلله.

پر خره سکول ته ۱۰ کلن مزل

هغه مهال نوموړی اته کلن وو او د ژوند اوږد مزل یې مخې ته پروت وو.

د ده له مور و پلار سره یې یوازې د معذورۍ فکر نه وو بلکې راتلونکې یې هم اندېښمن کړي ول.

۲۹ کلن ګلزار حسین مشال راډیو ته وویل، پلار یې پرېکړه وکړه چې ښوونځي ته به یې استوي چې زده کړې وکړي ځکه چې همدا یې د روښانه سباوون یوازینۍ لار وه:

"زه چې د ماین په چاودنه کې زخمي شوم نو په اول جماعت (ټولګي یا صنف) کې وم خو چې جوړ شوم،" بیا یې له سره زده کړې پیل کړې.

ګلزار حسین ځان معذور نه بولي
ګلزار حسین ځان معذور نه بولي

ګلزار حسین د کورمې په لقمانخېلو کلي کې په ابتدايي سکول کې داخل شو خو لویه پوښتنه او ستونزه دا وه چې له کوره به تر ښوونځي ځي څنګه؟

د ده کورنۍ په مالي توګه پیاوړې نه وه نو پلار یې نه ګاډی او نه د معذورانو سایکل یا وییل چېیر اخیستای شوه.

نو د حسین وروڼو به دی هره ورځ په شا کاوه، سکول ته به یې رساوه او تر چوټۍ وروسته به یې کور ته بیوه.

کله چې نوموړی لویېده نو وروڼو یې نور په شا کولای نشو نو کورنۍ یې اړ شوه چې دی پر خره سپور سکول ته واستوي.

له دې سره د حسین وروڼه او خپله له کړاوه خلاص شول، خو نورې ستونزې پیدا شوې:

"یو ځل نه بلکې په بیا بیا له خره پرېوتی یم. یوه ورځ پر خره سپور وم چې راپسې بل خر مست شو چې له وجې یې زما خره منډه کړه او زه او ورور مې پرېوتو. زه خوږ شوم. د سکول جامې او بسته مې په خټو لړلې وه. خلکو راسره مرسته وکړه، بیا یې پر خره سپور کړم او سکول ته ولاړم."

پښتانه عموماً د خره سپرلۍ ته په ښه سترګه نه ګوري او د خندی وړ یې بولي.

خو حسین برعکس تجربه لري.

دی وايي، هېڅکله، هېچا ورپورې نه دي خندلي او ټوکې یې ورباندې نه دي کړې.

"زه چې به سکول ته ورسېدم نو ملګرو به له خره راکوز کړم. کلاس (ټولګي) ته به یې په غېږ کې ورسولم، پر کرسۍ به یې کښېنولم او تر چوټۍ وروسته به یې بهر په کرسۍ کې وایستم او بیا به یې پر خره سپور کړم. د دوی مرستې زما همت نور پیاوړی کړ."

ګلزار حسین د ښوونځي تر ۱۰م ټولګي په خره سفر وکړ او چې د پاړه چنار په کالج کې داخل شو نو له پرېنسیپله یې وغوښتل چې په حاضرۍ کې دې ورسره ځکه سختي نه کوي چې دی په تګ راتګ کې مشکلات لري او دومره پیسې نه لري چې په ګاډي کې کالج ته ورشي.

له کالجه تر پوهنتونه

نوموړی تر ۱۲م ټولګي وروسته په اسلام اباد کې په علامه اقبال اوپن پوهنتون کې داخل شو او له لیرې په اسلامیاتو کې ۱۴م وکړ.

یو ځل نه بلکې په بیا بیا له خره پرېوتی یم. یوه ورځ پر خره سپور وم چې راپسې بل خر مست شو چې له وجې یې زما خره منډه کړه او زه او ورور مې پرېوتو.
ګلزار حسین

علامه اقبال اوپن پوهنتون په پاکستان کې د فاصلاتي تعلیمي نظام تر ټولو لویه یونیورسټي ده.

د دې پوهنتون اکثره زده کوونکي په کور کې زده کړې کوي او له خپلو استادانو سره د لیکونو استولو له لارې په رابطې کې وي.

هغوی زده کوونکو ته بېلا بېل مشقونه او د کور کار سپاري چې زده کوونکي یې بیا د پوسټ یا ډاک له لارې وراستوي او استادان نمبرې (نمرې) ورکوي.

تر ۱۴م وروسته ګلزار حسین په اسلامیاتو کې ماسټري هم له علامه اقبال پوهنتونه وکړه او د ابتدايي ښوونځي د استادۍ روزنه یې هم بشپړه.

د خپل کلي ښوونځي استادي

د زده کړو تر ختمېدو وروسته، پر ۲۰۱۴ز کال، ګلزار حسین نېغ د کورمې د هغه وخت پولېټیکل اېجنټ (انتظامي مشر) دفتر ته ورغی او ورڅخه یې د خپل سکول په ښوونځي کې د استادۍ دنده وغوښته.

پولېټیکل اېجنټ حسین ته د دایمي دندې پر ځای د داو طلبه یا رضاکار ښوونکي په بدل کې هره میاشت د ۶،۰۰۰ روپیو (کلدارو) ورکولو ژمنه وکړه.

بیا هغه ورځ هم راغله چې حسین په هغه ښوونځي کې استاد شو چې ۱۰ کاله پر خره د زده کړو لپاره ورغلی وو.

دی وايي، زده کوونکو ته ډېر پام کوي او هغوی یې هم "ډېر قدر کوي."

حسین وايي، پر ماشومانو ځکه زیات پام کوي چې هغوی "هم زما په شان غریبان دي."

ګلزار حسین وايي، زده کوونکي یې "ډېر قدر" کوي
ګلزار حسین وايي، زده کوونکي یې "ډېر قدر" کوي

له دوو کلونو راهیسې بې تنخا کار

خو اوس له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د حسین تنخا بنده ده.

دی وايي، د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو د پولېټیکل اېجنټ نظام ختم شو، له هغه وخت راهیسې یې "د ۶،۰۰۰ روپیو ورکولو سلسله درېدلې."

حسین وايي، له چارواکو سره یې لیدلي، هغوی ورسره وعدې کړې دي خو لا هم دایمي دنده نه لري.

پر دې سربېره، د ده په وینا، که نوکري یا تنخا وي او که نه، کار ته دوام ورکوي.

حسین هېڅکله ځان معذوره نه ګڼي.

"زه تل وایم چې معذوري مجبوري نه ده بلکې په بدن روغ سړی کې بېکاره ګرځي نو بېکاري په اصل کې معذوري ده."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG