د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي د کووېډ-۱۹ واکسین په جوړېدو کې پرمختګ شوی


ټرمپ وايي، د واکسینو په جوړېدو کې پرمختګ شوی دی.
ټرمپ وايي، د واکسینو په جوړېدو کې پرمختګ شوی دی.

واشنګټن- د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې د کورونا وایرس وبا یې په هېواد کې حالات نور هم خرابولای شي.

نوموړي البته د جولای پر ۲۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل، د واکسینو په جوړېدو کې پرمختګ شوی دی.

هغه همداراز ټينګار وکړ چې ماسک (تمبوز) په مخ کول موثره کېدای شي.

ټرمپ په لومړي ځل د جولای پر ۱۱مه ماسک په مخ کړ.

"هیله بښونکی" واکسين

د کووېډ-۱۹ ناروغۍ درې ډوله واکسین په ازمېښتي ډول پر انسانانو کارول شوي.

په دې ترځ کې د جولای پر ۲۰مه خپاره شوي نتایج یې هیله بښونکي دي خو اوس به کتل کېږي چې ایا دا واکسین خوندي او اوږدمهاله اغېر لرلای شي او که څنګه؟

دا واکسینونه د اوکسفرډ پوهنتون ساینسپوهانو جوړ کړي او په اړه یې په خپرو شویو معلوماتو کې ویل شوي چې څرګند جانبي عوارض (سایډ اېفېکټس) نه لري.

د کورونا وایرس ازمېښتي واکسین "ښه نتیجه ورکړې"
د کورونا وایرس ازمېښتي واکسین "ښه نتیجه ورکړې"

دا واکسینونه د ۱۸ او ۵۵ کلونو ترمنځ په ۱،۰۰۰ کسانو ازمویل شوي او تر اوسه یې لږ تر لږه دوه میاشتنی خوندیتوب ښوولی دی.

بل پلو چینايي څېړونکي هم وايي چې ازمېښتي واکسین په ۵۰۸ رضاکارانو استعمال کړي چې د خوندیتوب نښې یې ښودلي دي.

د دغو رضاکارانو عمرونه د ۱۸ او ۸۳ ترمنځ ول او ټولو یو، یو خوراک واکسین اخیستی وو.

د جرمني او امریکا څېړونکي هم د کووېډ-۱۹ د واکسینو په جوړولو بوخت دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دا خبرونه د خوښۍ وړ دي خو لا هم په دې لاره کې ډېر مزل پاتې دی.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

په امریکا او نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېر

د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپروونکی امريکايي پوهنتون جانز هاپکينز ليکلي چې په امريکا کې د جولای تر ۲۲مې پورې د وایرس ۳.۹ میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

له دې کسانو څخه شاوخوا ۱۱ لاکه کسان رغېدلي خو کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر ۱۴۲،۰۰۰ زیات کسان مړه کړي.

د پوهنتون په وینا، د جولای تر ۲۲مې په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۱۴.۸ ميليونو ته رسېدلی دی.

همداراز ۶۱۵،۰۰۰ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي خو ۸.۴ ميليونه ترې رغېدلي دي.

کورونا په نړۍ کې تر ټولو زیات چې کوم هیوادونه ځپلي په هغو کې امریکا، برازېل او هند په ترتیب سره په لومړي، دویم او درېیم نمبر دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG