د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د چمن پولې پرانستلو قرارداد منظور نکړای شو 


بلوچستان اسمبلۍ
بلوچستان اسمبلۍ

کوټه - بلوچستان اسمبلۍ د پاکسان او افغانتسان ترمنځ د چمن پولې پرانستلو لپاره قرارداد منظور نه کړای شو.

د اسمبلۍ غونډه د مرستیال سپیکر سردار بابر موساخیل په مشرۍ کې د جولايي پر ۱۷مه وشوه خو د کورم نه پوره کېدو له امله د دې مسلې لپاره پر وړاندې کړي تحریک التوا بحث ونه شو.

دا تحریک په حکومتي اتحاد کې د شریک عوامي نشنل ګوند پارلماني مشر اصغر خان اڅکزي وړاندې کړی وو.

د اسمبلۍ په غونډه کې چې کله د اپوزېشن ایجنډه پاي ته ورسیده نو په تالار کې یوازي ۱۷ غړي ناست وو.

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د کورم پر نه پوره کېدو خوشیني‌ ښودلې ده.

نوموړي‌ په دې اړه مشال راډیو ته وویل،" تېره ورځ چې به په اسمبلۍ پر تحریک التوا بحث کیدی او دا به په یو قرار داد بدلیدی خو بدبختانه له یو منصوبه بندۍ سره حکومت ټول لاړی ، خو د حزب اختلاف چې تر ۲۱ غړو ناست وو او پر تحریک د بحث وخت راغلی نو په ډیر پلانګ یې خپل ۵ یا ۶کسان غیرحاضر کړل - خبره یې ۱۴ ته راوسته ، هم داسې زه او شاهنه خور پاته وو او ۱۷م غړي‌ نه پوره کېدو."

د اصغر خان اڅکزي په ونیا د جولای‌ پر ۱۷مه چې دوي‌ څنګه له ناکامۍ سره مخامخ شوي‌ نو دا به د ده په خبره په تاریخ کې د صوبې ناکامي‌ وي‌ او د دې ناکامي منفي اثرات به په تاریخ کي د دې ملک وي.

په اپوزېشن کې د پښتونخوا ملي‌ عوامي‌ ګوند غړي‌ نصرالله زیري مشال راډیو ته وویل چې کله د عوامي نشنل ګوند پر تحریک التوا بحث پیل کیدونکی وو نو هغه وخت د صوبايي وزیر خزانه میر ظهور بلیدي په اشاره د حکومتي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ غړې بشرا رند د کورم ماتېده په ډاګه کړل.

نصرالله زېري وویل،"په دې حالت کې له دوو کسانو پرته نور چې تنه ، نهه حکومتي کسان وو ټول ووتل - نو کورم مات شو - نو په دې کي د اپوزېشن د یوې زرې قصور نشته - حکومت نه غوښتل چې د چمن پر لاره بحث وشي. خپله د عوامي نشنل ګوند دوه کسان غیرحاضر وو."

په اسمبلۍ کې د جمعیت علما اسلام غړی او د اپوزېشن ملک سکندر ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل چې تحریک التوا حکومتي‌ ګوند راوړی وو او کورم پوره ساتل هم د حکومت کار وو.

د ده په وینا، پر دې سربېره د اپوزېشن غړي په اخلاقي توګه په اسمبلۍ کې ناست وو ځکه چي د چمن پولې بندېدو نه یوازې د چمن د خلګو ده بلکه له دې سره د ټولې صوبې د خلګو اقتصاد تړلی دی.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضیا لانګو په دې اړه خبرو ته تیار نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې په چمن کې د پولې تړل کېدو پرضد له تېرې یونیمې میاشتې راهسې د تجارو له خوا پرلت روان دی چې پښتون ژغورنې غورځنګ او ځینې ګوندونه یې هم ملاتړ کوي.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې دا لاره دې داسې پرانستل شي لکه څنګه چې د ۲۰۲۰م کال د مارچ تر دویمه نېټه وړاندې خلاصه وه.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره دا لاره د مارچ پر دویمه تړلې وه خو وروسته یې پکې لږ نرمي هم اعلان کړې وه.

د بلوچستان صوبايي حکومت وايي چې دوي یو داسې تګلاره جوړوي چې له مخې یې پر دې پوله ټول خلک او تجار په قانوني توګه تګ راتګ کوي.

د تجارانو تر څنګ د بلوچستان زیاتره ګوندونو د حکومت دا خبره رد کړې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG