د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن د حکومت ختمولو لپاره ګڼ ګوندیزه غونډه رابلي


احسن اقبال، قمرزمان کایره او خواجه سعد رفیق

د پاکستان دوه لويو اپوزيشن ګوندونو مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند تر لوی اختر وروسته د ګڼ ګونديزې غونډې په رابللو اتفاق کړی او وايي غواړي موجوده حکومت ختم شي.

د جولای پر۲۰مه د پاکستان مسلم ليګ (ن) يو پلاوي په لاهور کې د پاکستان پيپلز ګوند پلاوي سره تر ملاقات وروسته، د پيپلز ګوند مخکښ قمر زمان کايره وويل اپوزيشن ګوندونه د ډيروخت راهيسې يو بل سره په تماس کې دي. ((په غونډه کې د اپوزيشن ګډې کمېټۍ په جوړولو اتفاق وشو اوهيله ده چې دا کمېټي به له اختر مخکې خپل کار سرته ورسوي او تر اختر وروسته به د ګوندونو د مشرانو په کچه ګڼ ګونديزه غونډه کيږي.))

لوی اختر ښايي د جولای په دېرشمه نېټه وي.

حکومت په بشپړ ډول نامانه دی. نور پاتې کېدل یې د پاکستان لپاره ښه نه دي. ملک یې لا واردمخه سخت کمزوری کړی دی
قمرزمان کایره

قمرزمان کايره خبريالانو ته وويل چې ټول ګوندونه پر دې خبره متفق دي چې موجوده حکومت د ملک لپاره يوه لويه مسله ده او له دې لويې مسلې څخه ځان خلاصولو لپاره يوه مشترکه تګلاره ضروري ده چې د رامنځته کولو لپاره یې د مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي شريکه کمېټي جوړه کړل شوېده.

هغه زیاته کړه: ((د ټولو ګوندونو داکوښښ دی چې ژر تر ژره تحريک انصاف ګوند له حکومته لرې کړو ځکه چې ترکومه وخته دوی په واک کې وي نو د غلطو فېصلو له وجې به ولس د مشکلاتو سره مخ وي.))

په دې غونډه کې د مسلم لېګ (ن)‌ دوه مشران احسن اقبال او خواجه سعد رفیق موجود وو. احسن اقبال رسنيو ته وويل د وزیراعظم عمران خان په وخت کې د پاکستان اقتصاد خراب شوی او د حکومتي ناکامۍ له وجې خلکو سره شوې عدې نه دې پوره شوې. نوموړي زياته کړه: ((په دې ۲۱مې پيړۍ کې يو ملک هم د داسې خراب معاشي حالت سره خپل وجود پرځای نشي ساتلې نو اپوزيشن ګڼي چې که دا حکومت دوام وکړي نو پاکستان به د لا نورو داخلي‌او بهرنيوو خطر سره مخ کېږي.))

د اپوزیشن سیاستوالو د درغليوو خبرې چې راپورته شي دوی ګڼ ګوندیزې غوندې راوغواړي. حکومت ته ترې هيڅ خطر نشته
ملک انور تاج

د تحريک انصاف حکومت چارواکي د خراب اقتصاد پړه د مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټۍ په تېرو حکومتونو اچوي. د دوی دريځ دی چې د اپوزیشن ګوندونو شور له دې وجې دی چې درغلي‌یې راسپړل شوې ده. د په پارليمان کې د حکمران ګوند، تحريک انصاف غړی ملک انورتاج وايي د اپوزیشن ګوندونو له غونډې حکومت ته خطر نشته.

دی وايي: ((دوی پخوا هم داسې غونډې رابللې خو نتيجه یې تاسو ټولو ليدلې چې هيڅ نه وه. کله چې د دوی احتساب شروع شي نو دوی پر حکومت د فشار اچولو لپاره ګڼ ګونديزه غونډه راوبلي. دوي د ولس د خېر ښېګړې نه بلکې د خپل ځانونه د بچ کولو سوچ کوي.))

اپوزيشن ګوندونو د ۲۰۱۹ کال په نومبر او جون مياشتو کې هم د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ ګڼګونديزې غونډې رابللې وي چې پکې يې دځينې نوروغوښتنو ترڅنګ له وزيراعظم عمران خان څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.

د مولانا فضل الرحمن جمعيت علمای اسلام په اسلام اباد کې يوه دهرنه هم کړې وه او د اپوزیشن ګوندونو دا دريځ یې تکرار کړی وو چې وايي د تحريک انصاف حکومت د خپلو سياستوالو پر درغليوو سترګې پټوي خو مخالف سیاستوال د درغليوو په سازشي کېسونو کې زندان ته اچوي.

XS
SM
MD
LG