د لاسرسي ځای

تازه خبر

 بلاول: حکومت ناکام دی. عمران خان دې استعفا ورکړي


بلاول بوټو زرداري
بلاول بوټو زرداري

د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري له وزیراعظم عمران خان څخه غوښتې چې يا دې استعفا ورکړي او يا دې د ناکامې حکومتولۍ له کبله بخښنه وغواړي.

بلاول بټو زرداري د جولای پر ۱۳ په کراچۍ کې یو خبري کنفرنس ته د وېنا پر وخت وویل چې د تحریک انصاف حکومت د پاکستان بهرنۍ پالیسي او د کشمیر پالیسۍ ته سخت تاوان رسولی دی.

د ده په وینا حکومت د کورونا وایرس مخنيوي لپاره د ناکامې منصوبه بندۍ له کبله د ولس ژوند په خطر کې اچولی. نوموړي همدراز وويل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ وفاقي حکومت د کورونا وایرس لپاره د سمارټ لاک ډاون او داسې نورو اصلاحاتو په راوړلو سره ګډه وډه پالیسي پر مخ روانه کړې ده.

عمران خان ته د خپل ګوند د غړو درغلي نه ښکاري. سترګې پرې پټوي خو د اپوزیشن خلاف یې سازش شروع کړی دی
بلاول بوټو زرداري

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۵۳۲۰ ته رسېدلی دی. د کورونا وایرس په اړه د پاکستان ځانګړې رسمي ویب پاڼه لیکي چې د جولايي تر ۱۴مې په ټول ملک کې په مجموعي توګه ۲۵۳۶۰۳ تنه کورونا وایرس نیولي دي. ویب پاڼه لیکي چې بل پلو په پاکستان کې تر اوسه له کورونا وایرس تر ۱۷۰۰۰۰ زیات کسانو جوړ شوي هم دي.

بلاول بوټو زرداري زیاته کړه: ((د درغليوو په اړه هم د عمران خان حکومت ډرامه شروع کړې ده. دوی د خپلو سياستوالو په درغليوو پرده اچوي خو د اپوزيشن خلاف یې ګامونه اخیستل تیز کړي دي. د درغليوو په اړه څيړنې کوونکې معتبرې نړيوالې ادارې، ټرانسپيريسي انټرنيشنل ويلي چې د تحريک انصاف حکومت ډېره درغلي کړې ده.))

ورته خبرې د جولای په ۱۴مه د مسلم لېګ (ن)‌ ګوند غړو هم کړې دي. د دې ګوند يو مشر، احسن اقبال په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې د تحريک انصاف حکومت چارواکي خبرې ډېرې او عمل کوي چې له امله یې د هېواد اقتصاد تبا کړی دی.

اپوزیشن سياستوال ځکه پر حکومتي چارواکو بې ځايه تورونه پورې کوي چې دوی د کړو درغليوو له سزا ويريږي
مراد سعيد

خو د تحريک انصاف حکومت د روانو ستونزو پړه پر تېرو حکومتونو اچوي. دوی دريځ‌لري چې د مسلم لېګ (ن) او تر هغوی مخکې د پيپلز پارټۍ حکومتونو پر مهال د پاکستان اقتصاد خراب شوی او ډېر زیات قرضونو اخیستل شوي چې د پوره کولو لپاره یې اوس د تحريک انصاف حکومت لاس پښې وهي.

د مواصلاتو وفاقي وزیر مراد سعید په اسلام اباد کې د جولای په ۱۳مه په يوه خبري غونډې کې وویل چې اپوزیشن ګوندونه د خپلو درغلیو پټولو لپاره پر حکومت تورونه لګوي. نوموړي وویل د پاکستان بهرنۍ تګلاره د پخوا پرتله اوس د دوی په حکومت کې ډېره پیاوړې ده او حکومت د اقتصاد ښه کولو کوښښ کوي.

هغه زیاته کړه: ((زموږ حکومت د وزیراعظم عمران خان په مشرۍد درغليوو خلاف سخت ګامونه اخیستي دي. پخوانيوو چارواکو درغلۍ کړي دي. اوس یې ګوندونو ويريږي. موږ به د درغليوو خلاف روان کار نه بندوو.))

XS
SM
MD
LG