د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرچينه: احسان الله احسان بې ارزښته شوی. نه یې نيسو


احسان الله احسان (په سپينو جاموک کې) د خپل طالب ملګري عدنان رشيد سره
احسان الله احسان (په سپينو جاموک کې) د خپل طالب ملګري عدنان رشيد سره

د ترهګره ګرځول شوو تحريک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار پخواني وياند احسان الله احسان د پيپلز ګوند مشر ته د ګواښ په کولو يو ځل بيا د خلکو پام ځانته وراړولی.

خو د پاکستاني پوځ يوه امنيتي سرچينه وايي هغه ورته هيڅ ارزښت نه لري نو ځکه يې د بيا نيولو تکل نه کوي. يو امنيتي چارواکي چې د رسنيوو سره يې په خپل نوم د خبرو کولو اجازت نه درلود، د جولای په شلمه مشال راډيو ته وويل له احسان څخه د اخیستو معلوماتو په بنياد یې د پاکستاني طالبانو ډېر وسله وال ووژل، ځيني یې ونيول او د هغوی مرکزونه یې معلوم کړل نو ځکه نور هغه ته ضرورت نه لري.

احسان الله احسان موږ نيولی نه وو بلکې پخپله یې ځان تسليم کړی وو. موږ سره د مېلمه په توګه اوسېده. د دې په بدل کې یې ډېر ګټور معلومات راکړل چې له وجې یې موږ ډېر ترهګر یا ونيول او یا ووژل. اوس دی بې ارزښته دی خو غواړي ځان مهم وښيي.
امنيتي سرچينه


احسان اله احسان په ۲۰۱۷ کال کې پوځ ته ځان تسليم کړ خو هغه په جېل کې نه بلکې په يو کور کې ساتل کېده. نوموړي د دې کال د فرورۍ په مياشت کې رسنيوو ته په لېږلي پېغام کې وويل چې په حيات اباد کې له دغه مېلمه خانې ځکه وتښتېد چې پوځ ورسره کړې وعدې ماتې کړي.

نوموړی تر څه مودې خاموشۍ وروسته، د جون په ۳۰مه يو ځل بيا پر ټويټر راڅرګند شو. هغه د پيپلز ګوند شريک مشر، بلاول بوټو زرداري ته د مرګ ګواښ په ورکولو سره وليکل چې د هغه انجام به هم د هغه د مور بينظير بوټو په شان وي. بينظيره په ۲۰۰۷ کال کې په پينډۍ کې وژل شوې وه چې زمه واري يې القاعده ترهګرې ډلې منلې وه.

د پيپلز پارټۍ مشرانو تېره اونۍ د دې خبرې د غندنې لپاره په قامي اسمبلۍ کې تاوده بحثونه وکړل. د دې ګوند د پارليمان غړي ساجد حسېن توري د جولای په شلمه مشال راډيو ته د خپل ګوند د دريځ تکرارولو په وخت وويل، احسان بايد ازاد ونه ګرځي: ((يو ترهګر چې د زرګونو خلکو د وژنې زمه واري یې منلې او په قبايلي ضلعو کې یې ډېرې مېندې بورې کړې او ډېرې خوېندې بې وروڼو کړي دي، هغه يو محفوظ ځای کې خوشي کېږي. بيا همدغه سړی راځي او د پاکستان د يو لوی سياسي ګوند مشر ته دهمکي ورکوي. دا سړی باید په جېل کې وي. ټيک ده چې احسان الله احسان په پخواني زورور پوزیشن کې نه دی خو حکومت بايد دا مسله له پامه ونه غورځوي.))

د پيښور ارمي پبلک سکول د قربانيانو کورنۍ د احسان الله احسان د بيا نيولو لپاره مظاهره کوي
د پيښور ارمي پبلک سکول د قربانيانو کورنۍ د احسان الله احسان د بيا نيولو لپاره مظاهره کوي

مشال راډيو ته د پاکستان امنيتي سرچينې ويلي چې احسان الله احسان د مرکو او ټويټر له لارې د ګواښونو په کولو سره ځان مهم ښودل غواړي نو ځکه بايد سنجيده ونه ګڼل شي. د دې سرچينې په وېنا د امنيتي وجوهاتو له وجې نه غواړي ووايي چې احسان الله احسان څنګه له دوی وتښتيد. چې کله مو د کورنيوو چارو وزیر، بريګيډير ریټايرډ اعجاز شاه سره د احسان په اړه د خبرو لپاره د هغه پر موبایل شمېره فون وکړ نو هلته يو تن وويل: بريګيډير صېب نه غواړي‌اوسمهال پر دې مسله وغږيږي.

خو د حکمران تحريک انصاف يو بل غړي او د سرحدونو چارو يا سيفران پارليماني سيکريټري اقبال افريدي د جولای په شلمه مشال راډيو سره په خبرو کې د احسان الله احسان مبیینه تېښته او د هغه اوسنی نامعلوم ځای ځايګی د اندېښنې وړ ونه باله.

هغه زیاته کړه: ((موږ ته معلومات نشته چې احسان الله احسان په کومه لار تللی دی. بهر دی او که دلته دی. خو دا درته ووايم چې ماته نه ښکاري چې زموږ د پوځ له ولکې دې داسې په اسانه څوک لاړ شي. که باالفرض د ده سره د ‌پوځ اړیکې وي نو دې کې به هم حکمت وو. دا به د ستراتيژۍ برخه وه چې د داسې وسله واله ډلې په منځ‌کې خپل کسان وساتي. له دې وجې د ډېرو حملو مخنيوی شوی او ډېر کسان نيول شوي دي.))

احسان الله احسان د يوې ترهګرې ډلې وياند وو. د ډېرو حملو زمه واري یې منلې ده. ښځې یې کونډې کړې. خوېندې یې بې وروڼو کړې دي. سخته سزا بايد ورکړل شي
ساجد حسېن توري

د ۲۰۱۲ کال په اکتوبر کې د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې د وياند په توګه احسان الله احسان پر ملالې يوسفزۍ د هغه برید زمه واري واخیسته چې نوموړې یې سخته ژوبل کړه. هغې ته وروسته د تعليم لپاره د زړورې مبارزې کولو لپاره نوبل جایزه ورکړل شوه. دغه مهال د پيپلز پارټۍ حکومت وو چې د احسان د نيولو يا وژلو پر سر یې يو ميليون ډالر انعام اعلان کړ.

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې تحريک طالبان پاکستان پر پېښور ارمي پبلک سکول بريد کې ۱۴۹ کسان ووژل نو احسان الله احسان له دې ډلې بېل او د جماعت الاحرار وياند وو. خو د دې پېښې د قربانيانو کورنيوو شهدا فورم په فکر دا دواړه ډلې يو شی دی. د دې فورم مشر ايډوکېټ فضل خان د فرورۍ په مياشت کې په پېښور هايي کورټ کې د درخواست په جمع کولو غوښتنه وکړه چې د پاکستان ملکي او امنيتي ادارې دې ووايي‌ چې په دې خونړۍ حمله کې لاس لرونکی، احسان الله احسان څنګه له “طاقتور پوځ” وتښتيد.

فضل خان د جولای په شلمه مشال راډيو ته وويل: ((های‌کورټ له حکومته ځواب وغوښت. د دې په ځواب کې حکومتي وکيلانو وويل چې امنيتي‌ادارې به ډېر ژر احسان الله احسان بېرته ونیسي. له همدې وجې عدالت دا کېس ليري کړ او وې ويل که په دې اړه کوم نوی پرمختګ وشي بيا به پرې اورېدنه وکړي. بيا د کورونا وایرس له وجې هر څه په ټپه ودرېدل. زموږ غوښتنه دا ده چې احسان الله احسان ته بايد سزا ورکړل شي.))

احسان الله احسان د مومندو سره تعلق لري او اصلي‌نوم یې لياقت علي دی. په کره توګه معلومه نه ده چې هغه دا مهال چیرته دی. د پاکستان يوې امنيتي سرچينې مشال راډيو ته ويلي چې د دوی د ارزونې ترمخه نوموړی اوس هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ سيمو کې چرته اوسېږي خو ده نيوز ورځپاڼې د خپلو سرچينو په حواله ويلي چې دی ترکيې ته تللی دی.

د ټولنيزو رسنيوو ویب سایټ، ټويټر د احسان الله احسان اکاونټ د دوی له اصولو څخه د سرغړونې له وجې بند کړی دی. د نوموړي د پاکستاني موبایل پر هغه شمېره اوس ټيليفون نه کېږي چې تر یوې مياشتې مخکې پورې د پېغامونو د ليږلو پر اېپ، وټس اپ، فعاله وه.

XS
SM
MD
LG