د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب پاچا په روغتون کې بستر شو


سلمان بن عبدالعزیز له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د سعودي پاچا دی
سلمان بن عبدالعزیز له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د سعودي پاچا دی

د سعودي عرب پاچا سلمان بن عبدالعزیز د جولای پر ۲۰مه، د تریخي پاړسوب له کبله د ریاض په ځانګړي فیصل روغتون کې بستر شو.

دا خبره د سعودي عرب رسمي خبري اژانس د شاهي ماڼۍ د یوه بیان په حواله کړې خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې سعودي عرب ته د عراقي وزیراعظم مصطفا الکاظمي هغه سفر هم ځنډېدلی چې د جولای پر ۲۰مه پیلېده.

۸۴ کلن سلمان بن عبدالعزیز له ۲۰۱۵ز کال راهیسې د سعودي عرب پاچا دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG