د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې په نښتو کې اته مشکوک وسله وال وژل شوي


یو افغان سرتېری په پکتیکا کې په پوسته کې ولاړ دی (د ۲۰۲۰ز د جولای ۲۰مه)
یو افغان سرتېری په پکتیکا کې په پوسته کې ولاړ دی (د ۲۰۲۰ز د جولای ۲۰مه)

یو افغان امنیتي چارواکی وايي، د جولای ۱۹مې شپې مهال وسله والو د پکتیکا په وازېخوا او اورګون ولسوالیو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي چې تر هغې وروسته په نښتو کې لږ تر لږه اته مشکوک وسله وال وژل شوي.

د تندر قول اردو د رسنیو د دفتر مشر جګړن اېمل خان مومند د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، افغان سرتېرو په نښتو کې وسله وال په شا وتمبول.

دی په نښتو د اووه وسله والو د ژوبلېدو دعوه کوي.

مومند زیاتوي چې وسله والو د وازېخوا په مرجاني او د اورګون په شیخانو کې پر افغان ملي امنیتي سرتېرو حملې وکړې.

وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG