د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امیتاب بچن، ابیشېک او اېشوریا رای صحت په ښه کېدو دی


هندي انځورګرانو د امیتاب او د هغه د کورنۍ د غړو عکسونه جوړ کړي دي.
هندي انځورګرانو د امیتاب او د هغه د کورنۍ د غړو عکسونه جوړ کړي دي.

هندي چارواکي وايي، د وتلي فلمي ستوري اميتاب بچن، د هغه د زوی ابیشېک بچن، نږور اېشوریا رای او لمسۍ ارادیا روغتيايي حالت په ښه کېدو دی.

دوی ټول په کورونا وايرس اخته شوي او دا مهال يې د هند په مشهوره ناناواتي روغتون کې درملنه روانه ده.

د اميتاب بچن او د هغه زوی ابیشېک بچن د جولای پر ۱۱مه نېټه پر خپلو ټويټر پاڼو اعلان کړی وو چې هغوی په کورنا وايرس اخته شوي دي خو د ابېشېک بجن مېرمن اېشوریا رای او لور ارادیا هم کورونا وهلې ول خو هغوی د تېرې جمعې تر ورځې پورې په ممبۍ کې په خپل کور کې قرنطين ول خو وروسته ناناواتي روغتون ته ولېږدول شول او بستر کړل شول.

امیتاب بچن او د هغه زوی ابيشېک بچن د جولای پر ۱۱مه پر ټویټر لیکلي وو چې کورونا وهلي.
امیتاب بچن او د هغه زوی ابيشېک بچن د جولای پر ۱۱مه پر ټویټر لیکلي وو چې کورونا وهلي.

د هند زي ټېلېويژن وايي چې د ممبۍ ښاروال کشوري پنډيکر د جولای پر ۱۸ مه ورته ويلي چې د اميتاب بچن او ابېشېک بچن روغتيايی حالت ښه دی او روغتون به د امېتاب بچن د بل ټېست په اړه فيصله وروسته کوي.

د اميتاب بچن د مېرمنې جيا بچن او د هغه د لور د کورونا ټېسټونو منفي نتيجه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اميتاب بچن د کورونا وبا څخه د ځان خوندي کولو په لړ کې د عامه پوهاوي يوه ويډيويي اعلان هم جوړ کړی چې پکې خلکو ته يې هم هغه لارښودنې کړې وې چې د روغتيا نړيوال سازمان (ډبلیو اېچ او) يې وړاندېز کړی دی.

هند د نړۍ په هغو هېوادونو کې دی چې پکې د کورونا وايرس وبا په تېزۍ سره خپرېږي. د جانز هاپکېنز پوهنتون له مخې د جولای تر ۱۹مې پورې په دې هېواد کې نږدې ۱۰ لکه ۷۸ زره کسان په وايرس اخته شوي دي.

خو د هندي سنيما د د دې وتلي کورونۍ نه يوازې د هېواد بلکې په نړيواله کچه هنرمندانو او مينه والو خپګان ښکاره کړی.

اميتاب بچن چې د جولای پر ۱۱مه نېټه پر ټويټر پاڼه د ځان په کورونا وايرس د اخته کېدو اعلان وکړ نو هغه ته یو لک ۷۰ زره کسانو د تبصرو په ځای کې د ژر جوړېدو دعاګانې وليکلې.

اېشوریا رای، د خپل خاوند ابیشېک بچن او لور سره
اېشوریا رای، د خپل خاوند ابیشېک بچن او لور سره

له هغه وروسته اميتاب بچن له روغتونه پر ټويټر پاڼه د خپلو مينه والو مننه وکړه. کله چې اېشوريا رای او د هغې لور هم روغتون ته وروړل شوې نو اميتاب بچن پر ټويټر پاڼه د ځان، زوی، نږور او لمسۍ ګډ تصوير خپور کړ او ورسره يې وليکل، "موږ ستاسو مينه وينو، موږ ستاسو دعاګانې اورو، موږ ستاسو د مننې لپاره خپل دواړه لاسونه جوړه نيولي دي."

د دې په ځواب کې ۳۳۰۰ کسانو هغوی ته پېرزونې وړاندې کړې دي.

اميتاب بچن په خلکو کې دومره محبوب دی چې کله يې هم د ناروغۍ خبر خپور شوی نو په ملیونو خلکو يې د ښه صحت دعاګانې پیل کړي. د هغه د شهرت اندازه له دې لګول کېدای شي چې کله نوموړی په ۱۹۸۲م کال کې د قلي نومې فلم د فلمبندۍ پر مهال د يوه جنګي منظر ثبتولو پر وخت زخمي شو نو د هند په مندرونو،جماتونو،درمسالونو او سړکونو باندې په مليونو کسانو دعاګانې پیل کړې.

د برتانيا په انډېپېڼډنټ ورځپاڼه کې ليکوال سرفراز منظور ليکي چې د هغه يو مينه وال د خپلې عقيدې مطابق د اميتاب بچن د ژوند ژغورلو په خاطر ۳۰۰ ميله د شا پر لور تګ کړی وو.

هغه وخت ډاکټرانو ويلي ول چې د اميتاب بچن د بچ کېدو لس فیصده چانس دی. خو هغه بيا جوړ شو.

دا ځل هم په کورنا وايرس د اخته کېدو وروسته په هند کې د هغه مينه والو په مندرو کې د دعاګانو ځانګړي مراسم نيولي دي.

۷۷ کلن اميتاب بچن د پنځو لسيزو اداکارۍ پر مهال شاخوا ۲۰۰ فلمونه جوړ کړي دي او نن هم يې د فلمونو ډېر ډايلاګونه د مينه والو خوښ او ياد دي.

د هغه نږور ۴۶ کلنه اېشوريا رای هندي فلمونو ته تر راتلو له مخه په ۱۹۹۴م زکال د ښکلا سيالي ګټلې وه او وروسته يې په ۲۰۰۷م کال کې د اميتاب بچن له زوی ابیشېک بچن سره چې هغه پخپله هم اداکار دی واده وکړه.

هغې هم په ګڼ شمېر فلمونو کې کار کړی دی خو تر واده وررسته يې په فلمونو کې کار کول خورا کم کړی دی.

د ممبۍ ښاروال شنکري پنډيکر زي ټي وي ته ويلي چې اېشوريا رای ‌نرۍ تبه او ټوخی درلودل نو ځکه روغتون ته ولېږدول شوه.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG