د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې د بودا مجسمې ماتولو په تور څلور کسان نیول شوي‌


تخت بای کې د بودا د مجسمې ټوټې

پراګ - د جولای پر ۱۷پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې ویډیو خپره شوه چې پکې ځینې کسان د بودا یوه تاریخي مجسمه ماتوي.

دا پېښه د خیبر پښتونخوا د مردان ضلعې په تخت بای تحصیل کې شوې ده.

د مردان پولیس وایي د دغه پېښې ابتدایي تحقیقاتي راپور درج شوی او څلور تنه یې نیولي دي.

د تخت بای یو ځایي خبریال جاوېد عالم د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې دغه مزدوران ول چې بنیادونه یې کنستل او مجسمه یې تر موندلو وروسته ماته کړه.

د بودا دا مجسمه ټوټې ټوټې شوې ده
جاوېد عالم

ده وویل، " دا مجسمه د تخت بهایي تحصیل د سري بهلول په کامران کلی کې هغه وخت موندل شوې ده چې دغو کسانو د بنیادونو جوړولو لپاره ځمکه کنستله، دا د نوابزاده جمال خان هوتي شخصي ځمکه ده، دوی دا ځای په ټېکه ورکړی وو، دا یو زرعي فارم دی او دلته یې نوره ابادي کوله، نو پکې دا مجسمه راووته. دا مجسمه زیاتره ماته شوې، او ټوټې ټوټې شوې ده، دې خلکو په ناپوهۍ داسې وکړل."

د مردان پولیسو پر خپله فېسبک پاڼه د جولای پر ۱۸مه ورکړي چې په دغه پېښه کې ککړ څلور کسان یې نیولي دي او پر دوی د ۲۰۱۶ز کال د لرغونو اثارو قانون لاندې مقدمه جوړه شوې ده.

د مردان ډپټي کمشنر عابد وزیر د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه خپل معلومات پېل کړي دي.

ده وویل، "دا پېښه په سري بهلول سیمه کې شوې ده. ځینې کسان پکې نیول شوي دي. اوس به د لرغونو اثارو د محکمې چارواکي د دغه ځای جایزه اخلي او له هغې وروسته به نور معلومات کیږي چې دا ځایي د حکومت لخوا د لرغوني اثارو په سبب خوندي ګرځول شوی وو او که نه."

هغه ځای چرته چې د بودا مجسمه ماته کړل شوه
هغه ځای چرته چې د بودا مجسمه ماته کړل شوه

سري بهلول په تخت بای تحصیل کې راځي چې دې نه وړاندې هم پکې یو شمېر لرغوني اثار موندل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د تاریخي ځایونو د ادارې ارکیالوجي ډایريکټوریټ مشر ډاکټر عبدالصمد چې دغه ځای ته تللی وایي دا یوه تاریخي مجسمه وه او دوی یې نور معلومات کوي.

ده مشال راډیو ته وویل، "دا د ګندهارا تهزیب د بودا مجسمه ده او تر ۱۸۰۰ز کالو پورې زړه معلومېږي خو په دې اړه نور مالومات هم کوو."

د لرغوني اثارو په دا ډول د ماتولو تر ۱۰ کالو د بند سزا کیدای شي
عبدالصمد

چې که لرغوني اثارو ته څوک داسې تاوان ورسوي نو د قانون ترمخه د دې څه سزا کېدای شي؟

ډاکټر عبدالصمد د دې پوښتنې په ځواب کې مشال راډیو ته وویل،

"د قانون ترمخه که داسې څه اثار د چا په شخصي ملکیت کې څرګند شي نو په دریو ورځو کې به اړوند چارواکي خبروي، او که داسې ونه کړي او یا يې په غېر قانون توګه خرڅ کړي نو له سزا او جرمانې سره به مخامخیږي."

د ده په وینا، "د داسې ماتولو اجازت خو بېخي نشته. د قانون ترمخه د قیمتي او لرغوني اثارو د ماتولو او یا ورته د زیان رسولو تر ۱۰ کالو سزا کیدای شي."

دا مجسمه د کشان د دور مالومیږي او دوه زره کاله زړه ښکاري
فرهاد خاور

مردان سره تعلق لرونکی لرغونپوه او لیکوال فرهاد خاور وایي، باید حکومت دې لرغونې اثارو خوندي کولو ته پوره پام وکړي.

ده وویل، "دا ویډیو ما وکته او زه به دې ځای ته خپله هم ورځم، دا مجسمه د کشان د دور معلومیږي او ۲۰۰۰ کاله زړه ښکاري، خو باید په اړه يې نور معلومات هم وشي."

ده زیاته کړه چې، "دا زموږ د حکومت نااهلي ده چې دوی داسې تاریخي ځایونو او اثارو ته پام نه کوي، تخت بای هم د داسې اثارو ډکه ده، په سهري بهلول کې د حکومت د بې غورۍ له وجې په داسې تاریخي ځایونو خلکو کورونه جوړ کړې دي."

په تخت بای کې د بدهانو د عبادت له ځایونو سره سره ګڼ نور لرغوني اثار هم دي چې د بده مت د مننکو لپاره یو تاریخي ځای ګڼل کېږي. د بده مت مننونکي هرکال د دغو تاریخي ځایونو لیدو ته ورځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG