د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ سېفران کمیټۍ د سرحدي لارو خلاصېدو په اړه غونډه کړې


خیبر - په اسلام اباد کې د جولای پر ۱۷مه د سېنېټ قبایلي او سرحدي چارو قایمه کمیټۍ د پېښور او تورخم ترمنځ لار باندې د سوداګریزو فعالیتونو او په دې لاره کې د شته خنډونو د لرې کولو په اړه غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې په چیک پوسټونو په غیر قانوي توګه د پېسو اخیستو، غیر قانوني ټرمینلو ختمولو او په تورخم کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارتي هلو ځلو زیاتولو په اړه خبرې وشوې.

په سېنېټ کې د قبایلي او سرحدي چارو قایمه کمیټۍ مشر تاج محمد اپرېدی، سېنېټر عطا الرحمان، سېنېټر حاجي شمیم اپرېدی، سردار یعقوب ناصر هم ګډون وکړ.

په سېنېټ کې د قبایلي او سرحدي چارو قایمه کمیټۍ مشر تاج محمد اپرېدي مشال راډیو ته وویل، "له کراچۍ بندره تر تورخمه پورې په کاروبار ډېر اثر شوی وو نو ځکه مو دغه غونډه راوبلله، ادارو کار نه کاوه نو ځکه مو نوټلس واخیسته، توم سیکرټري ته مو هم وویل چې دا هر څه سم که، کورنیو چارو وزارت ته مو هم وویل، پولیس دې قانون نه ماتوي."

د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

اپرېدي وايي: "په تورخم کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره ډریورانو لپاره اېښودل شوي ځینې شرطونه نرم کړې شول او اوس دوی کولای شي چې په خپله خپل ګاډي تر جلال اباد او کابله پورې ورسوي"

نوموړی زیاتوي: "د خیبر درې په لار چا بډې رشوتونه اخیستي و هغوی پرضد دې پلټنې کېږي چې نور څوک ټرانسپورټر او ډریور نه تنګوي."

یو ځايي سوداګر اختر علي شینواري وايي: "دغه ګامونه ښه دي خو باید په دې عمل وشي."

ټرانسپورټران او سوداګر وایي، د کورونا وبا موجوده صورتحال او په تورخم کې د انتظامي ګډوډیو له لاسه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په دوه اړخیزه تجارت ډېر اثر شوې.

افغانستان ته مال وړونکي ګاډي
افغانستان ته مال وړونکي ګاډي

دوی زیاتوي پخوا به د ورځې څه د پاسه ۸۰۰ ګاډي پرې افغانستان ته تلل خو اوس یوازې د ورځې ۱۰۰ ګاډي پرې اوړي.

پاکستان د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د تورخم او چمن لارې د مارچ له ۱۶مې راهېسې بندې کړي خو په منځ منځ کې یې په خال خال ورځو کې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.

پاکستان د مې له ۱۶مې راهېسې د تورخم لاره د ۲۴ ساعته تجارت لپاره یو وارې بیا پرانېستې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG