د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا ناروغانو شمېر تر ۲۶۰۰۰۰ واوښت


دا په داسې حال کې ده، د سيند او بلوچستان صوبايي حکومتونو احتياطي محدويتونه غځولې.(ارشیف)
دا په داسې حال کې ده، د سيند او بلوچستان صوبايي حکومتونو احتياطي محدويتونه غځولې.(ارشیف)

په پاکستان کې پر کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر له دوه لاکه ۶۰ زرو واوښت.

د کورونا وایرس په اړه حکومتي ویبپاڼې ليکلي چې تر جولای پر ۱۸مه سهاره له ناروغۍ د مړیو شمېره ۵۵۲۲ ته پورته شوې. خو ۱۹۸۵۰۹ ترې بیرته روغ شوي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سيند او بلوچستان صوبايي حکومتونو احتياطي محدويتونه غځولې.

بلخوا د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم په افغانستان کې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شمېر ۳۵،۲۲۹ ته رسېدلي او ۱۱۴۷ کسان مړه شوي دي. خو له دې ناروغۍ له ۲۳۰۰۰ زيات کسان رغیدلي هم دي.

په نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس د کېسونو شمېر د جولای تر ۱۷مې ۱۳.۸ میلیونه ته رسېدلی او شاوخوا ۵۹ زره کسان مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG