د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اوړو ملونو مالکان وايي حکومت پوره غنم نه ورکوي‌


پېښور کې خلک د اوړو اخیستلو پر وخت (پخوانی عکس)
پېښور کې خلک د اوړو اخیستلو پر وخت (پخوانی عکس)

پېښور - خيبر پښتونخوا کې د اوړو ملونو مالکان وايي، د پنجاب لخوا پر غنمو د لګېدلي‌ بندیز تر پورته کيدو وروسته هم صوبايي حکومت دوی‌ ته د غنمو برخه یا کوټه نه ورکول کېږي.

دوی‌ وايي چې مل ته غنم په ګرانه بيه ورکول کېږي‌ نو له هغه څخه جوړېدونکي‌ اوړه به هم خامخا په ګرانه بیه خرڅېږي.

د پېښور په رامپوره ګیټ کې د اوړو يو غټ بيو پاري اجمل خان مشال راډيو ته وویل چې صوبه کې د غنمو د کمي له کبله د ۲۰ کلو اوړو تېلۍ یا بوجۍ په شاوخوا ۱۱۵۰ خرڅېږي.

د ده په وینا، بل پلو په پنجاب کې هم دا ۲۰ کلو تېلۍ په ۸۶۰ روپۍ خرڅېږي.

د ۲۰۲۰م کال له اپرېل څخه تر جولای میاشتې د پنجاب لخوا خيبر پښتونخوا ته د غنمو په ليږلو بنديز وو کم چې د خيبر پښتونخوا د ملونو مالکانو او حکومتي چارواکود پاکستان د ایین په ضد ګام بللی وو.

خو بیا د وزیراعظم عمران خان په امر د پنجاب حکومت دا بنديز پورته کړ خو د ملونو مالکان وايي چې خيبر پښتونخوا کې دوي ته د حکومت لخوا تر دې دمه له سرکاري کوټې سره سم غنم نه ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا د خوراک محکمې ډاېریکټر محمد زبیر خان مشال راډیو ته وویل چې دوی ملونو ته هغه وخت غنم ورکوي چې کله د غنمو د فصل وخت وي.

محمد زبېر خان وویل ، دوي تمه لري چې دا ستونزه به ډېر زر هواره شي.

ده وویل، " ۴۷ لاکه ميټرېک ټنه غنم زموږ د کال ضرورت دي، په دې کې ۱۱ یا ۱۲ لاکه ټنه میټرېک زموږ خپل پیداوار دی نور چې کوم کمی دی په هغه کې پینځه یا شپږ لکه د خوراک صوبايي محکمه ورکوي خو چې کله د غنمو د فصل وخت وي نو دا ډیر معمولي برخه ده نور ټول موږ له د پنجاب نه راځي خو موږ راغواړو او زر به دوي ته سرکاري غنم شروع کړو."

د اوړو د ملونو مالکانو په وینا دا وخت خیبر پښتونخوا ته تر ۳۰ لاکه میټرېک ټن غنمو ضرورت دي او چې کم غنم صوبي سره دي نو دا ټول به یو میاشت پس ختم وي نو راتلونکي داوړو د کمي له کبله د نرخ نور هم لوړیدو امکان دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG