د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په روغتونونو کې پوځي ډاکټران ګمارلي دي


ټیکساس او کيلفورنيا رياستونه د کورونا وايرس وبا له کبله سخت ځپل شوي.
ټیکساس او کيلفورنيا رياستونه د کورونا وايرس وبا له کبله سخت ځپل شوي.

پراګ- امريکايي چارواکو په ټیکساس او کيلفورنيا رياستونو کې په روغتونونو کې د کورونا وايرس ناروغانو درملنې لپاره پوځي ډاکټران ځای پر ځای کړي دي.

د امريکا دغه دواړه رياستونه د کورونا وبا له کبله سخت ځپل شوي.

د ۸۶ پوځي ډاکټرانو ډله به په دغو ځايونو کې له روغتياپالانو سره د کورونا وايرس ناورغانو درملنو کې مرسته کوي.

ټیکساس رياست د کورونا وايرس وبا تر ټولو زياته ځپلي چې په دوامداره توګه څلورم ورځ هم تر ۱۰ زرو زيات نوي پېښې ثبت شوي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون ترمخه په امريکا کې د جولای پر ۱۷مه د کورونا وايرس ريکارډ ۷۷،۶۳۸ نوي پېښې ثبت شوي.

دا درېيمه ورځ ده چې په امريکا کې په يوه ورځ کې له ۷۷ زرو زياتې پېښې مخې ته راغلې.

په عين حال کې د روغتیا نړیوال سازمان ډبليو اېچ او په نړۍ کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو کې هره ورځ د ریکارډ ډیروالې راپور ورکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د جولای پر ۱۷مه وويل چې په يوه ورځ کې يې د کورونا وايرس ۲۳۷،۷۴۳ پېښې ريکارډ کړي دي.

د ۲۰۲۰ز کال له پيله چې کورونا وايرس په امريکا کې خپور شوی تر اوسه درې میلیونه کسان پرې اخته شوي دي او یو لک ۳۸ زره کسان مړه شوي دي، خو تر یو میلیون زیات پکې له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

تر امريکا وروسته په برازيل کې کورونا وايرس تر ټولو زياتې پيښې ثبت شوي دي.

په نړۍ کې د کووېد-۱۹ تازه شمېرې

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس د کېسونو شمېر د جولای تر ۱۷مې ۱۳.۸ میلیونه ته رسېدلی او شاوخوا ۵۹ زره کسان مړه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG