د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: کورونا وایرس وهلي کم شوي که خلک یې نه راپوروي؟


په بلوچستان کې د کورونا وایرس په اړه عامه پوهاوی
په بلوچستان کې د کورونا وایرس په اړه عامه پوهاوی

د بلوچستان چارواکي وايي چې د پخوا په پرتله په صوبه کې د کورونا وايرس ناروغانو رپورټ کېدل کم شوي دي.

د کورونا وايرس سره د مبارزې لپاره د حکومتي څانګې يو چارواکي ډاکټر سرمد خان د جولايي پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو دوه اوونيو کې په وايرس د اخته کسانو شمېر کم شوی دی. هغه زياته کړه چې په وايرس د اخته کسانو شمېر د مارچ او جون په مياشت کې ډېر زيات شوی وو.

مخکې به هره ورځ خوا اوشا ۱۲۰۰ کورونا وایرس ټيسټونه کېدل. اوس ۲۰۰ يا ۴۰۰ کېږي
ډاکټر سرمد

دا حکومتي څانګه هره ورځ د کورونا وايرس په اړه رپورټ خپروري چې پکې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له وايرسه د ناروغه شويو خلکو شمېر هم شامل وي. مشال راډيو چې د جولايي ۱۳مې رپورټ د جون له ۱۳مې سره پرتله کړ نو تېره مياشت په هم دې ورځ د کورونا ۱۶۲ پېښې ثبت شوې وې خو يوه مياشت وروسته يانې د جولايي پر ۱۳مه د ثبت شويو پېښو شمېر يوازې اوه وو.

د ډاکټر سرمد په وينا حکومت د کوټې په فاطمه جناح او شيخ زاهد هسپتالونو کې د کورونا وارډ جوړ کړی وو چې پخوا به پکې شاوخوا ۱۳۰ ناروغان داخل ول خو اوس په دواړو روغتونو کې ۱۴ ناروغان دي.

ډاکټر سرمد د کورونا د ناروغانو په کم شمېر کې د رپورټ کېدو مختلف لاملونه يادوي. د ده په وينا، يوه وجه ښايي دا وي چې هغه کسان اوس ټېسټونه نه کوي چې په بدن کې وايرس وي خو د ناروغۍ نښې يا علاماتونه نلري. البته دی وايي چې په عین حال کې د ټېسټونو شمېر هم کم شوی دی. د ده په وينا، يو وخت به د ورځې ۱۱ یا ۱۲ سوه ټېستونو کېدل خو اوس کله ۴۰۰ او کله ان ۲۰۰ وشي.

د نوموړي په خبره، دوهمه وجه ښايي دا وي چې دوی د بلوچستان په ټولو ښارونو کې طبي عملې ته د کورونا وايرس په اړه تربيت ورکړ او دا رنګه په ميډيا هم کمپاينونه وچلول شو چې ورسره خلکو احتیاط پیل کړ.

په پاکستان کې د کورونا وبا لومړۍ پېښه د فبرورۍ پر ۲۶مه نېته ثبت شوې وه چې اوس يې شمېر شاوخوا دوه نيم لکه ته رسېدلی دی. په بلوچستان کې د ناروغانو شمېر د جولايي تر ۱۵ پورې ۱۱ زره ۲۳۹ وو چې د ډاکټر سرمد په وينا پکې ۷۰ فيصده جوړ شوي دي. د فاطمه جناج هسپتال کوټې د کورونا وارډ ډاکټر شيرين خان او ډاکټر یاسر خوستی هم وايي چې په وايرس د اخته کسانو شمېر په کمېدو دی.

ډاکټران په بلوچستان کې د کورونا وایرس د مریضانو کمېدو وجه د ټيسټونه نه کېدل، د خلکو عامه پوهاوی زیاتېدل، د وایرس زور کمېدل او د علايمو لرونکي خلک راپور نه کېدا ښيي

د پاکستان د نورو سيمو په څېر په بلوچستان کې هم خلکو د وايرس په اړه مختلفې غلطې خبرې مشهوره کړې وې چې د دې اثر دا وشو چې د ډاکټرانو په وينا خلکو حکومتي هسپتالونو ته له ورتلو او له ټېسټونو کولو څخه ډډه پیل کړه.

په دوی کې ځينې کسان به د سرکاري پر ځای شخصي هسپتالونو ته تلل.

ډاکټر ياسر خوستی چې شخصي کلينک هم لري وايي چې پخوا به په وايرس اخته کسان ورتلل خو اوس يې شمېر مخ په کمېدو دی. نوموړي د دې وجه دا يادوي چې ښايي په صوبه په تېره بيا په کوټه کې دومره زيات کسان په وايرس اخته شوي وي چې په نتيجه کې د وايرس پرضدهرډ ايمونيټي ياني په اجتماعي توګه د ولس مدافعتي نظام رامنځ ته شوی وي.

هرډ ايميونټي څه ته وايي؟

د ډاکټر یاسر خوستي په خبره، د طبي اصطلاح هرډ ايمونيټي مانا دا ده چې که د يوې سيمې ۷۰ فيصده وګړي په وايرس اخته شي او په هغو کې دننه د وايرس پرضد اینټی باډيز يا دفاعي مواد جوړ شي نو د وايرس زور مات شي.

خو ډاکټر شيرين بيا د هرډ اېمونېټۍامکان نه ردوي خو وايي چې دا خبره هغه وخت په باور سره کېدلای شي چې که په پراخه کچه ټېستونه او له طبي اصولو سره سم تحقق وشي اودا ثابته شي چې په تر ۷۰ فیصده خلکو کې د وايرس ضد مدافعتي نظام جوړ شوی دی. نوموړی يوه بله نکته هم راپورته کوي چې که فرض کړو هرډ اېمونېټي جوړه شوې هم وي خو پوښتنه دا ده چې د وايرس پرضد په بدن کې جوړ شوي مدافعتي مواد به ترڅو موثره او فعاله وي.؟

د بلوچستان حکومت سمارټ لاک ډاون ته دوام ورکړی دی. ځيني هغه ځايونو ته په تګ راتګ بندیز لګول شوی چې کورونا وایرس ترې ډېر راپور شوی

ډاکټر شيرين وايي چې کېدای شي په بلوچستان کې د کورونا د پېښو کم رپورټ کېدو وجه دا هم وي چې ټېستونه کم کېږي او بله دا چې ښايي د حکومت د سمارټ لاکډوان يا د وايرس ځپلو سيمو د تړلو تګلارې لږ څه ښه نتيجه ورکړې وي. دی زياتوي چې د وايرس د پېښو کمېدو خبره ښايي خلکو ته اطمينان وکړي چې دا فکر وکړي چې نوره د ناروغۍ څپه تېره شوه او بېرته به راو نه ګرځي. د ده په وينا، بايد په دې کې احتیاط وشي دا ځکه چې د نړۍ په ځېنو هېوادونو کې ناروغي کمه شوه خو بیا لږ وخت وروسته يې بله څپه راغله.

کورونا وايرس د ۲۰۱۹مه کال د ډېسېمبر په مياشت کې د چين اوهان ښار کې پېدا شوی وو چې اوس د نړۍ زياتره هېوادونو ته خپور شوی دی. د امريکا جان هاکپنز پوهنتون د شمېرو له مخې د جولايي تر ۱۵ پورې تر ۱۳ ملينه زيات کسان په وايرس اخته شوي او تر پنځه لکه ۷۹ زره زيات کسان ورڅخه مړه شوي دي. خو تر اوسه د کورونا وايرس تر اوه ملينه ناروغان رغېدلي هم دي.

د کورونا وایرس وبا په اړه نوي پرمختګونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:57 0:00

XS
SM
MD
LG