د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس وبا: د بلوچستان حکومت د جولای تر ۳۰مې محدودیتونه وغځول


سوداګر وايي، محدودیتونو یې کاروبارونه زښت اغېزمن کړي
سوداګر وايي، محدودیتونو یې کاروبارونه زښت اغېزمن کړي

کوټه - د بلوچستان حکومت د کورونا وایرس خپرېدو مخنیوي لپاره محدودیتونه د جولای تر ۳۰مې پورې غځولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د جولای ۱۵مې پر ماښام د محدودیتونو نېټې تر پوره کېدو وروسته په یوه بیان کې ویلي دي چې د وایرس د خپرېدو امکان لا موجود دی نو ځکه خلک او کاروباریان باید احتیاطونو ته پام وکړي.

بیان وايي، ټول مارکېټونه او دوکانونه به له سهار نهو څخه د مازیګر تر اووه بجو پورې خلاص وي او د جمعې پر ورځ به چوټي وي خو د شېدو، دواګانو او غوښې دوکانونو ته به ۲۴ ساعته د فعالیت اجازه وي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د سرغړوونکو دوکاندارانو پر ضد به قانوني اقدام کوي.

خو د صوبې سوداګران وايي، حکومت دې ورته د شپې تر ۱۲ بجو پورې د کاروبارونو پرانیستو اجازه ورکړي.

په کوټه کې د سوداګرو د اتحادیې یوه مشر عبدالرحیم کاکړ د جولای ۱۵مې پر ماخوستن مشال راډيو ته وویل، د نوي حکومتي امر پر ضد احتجاج کوي.

ده وویل، د ګرمۍ له وجې زیاتره خلک شپې مهال سودا کوي او چې دوکانونه یې تړلي وي نو کاروبار یې لا زیات اغېزمنېږي.

خو د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جولای ۱۵مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، د محدودیتونو پرېکړه یې د لوی اختر پر مهال د کورونا وایرس مخنیوي لپاره کړې.

له حکومتي امر سره سم، په رستورانونو کې د خوړو اجازه نشته، تعلیمي ادارې او د ودونو تالارونه به تړلي وي او پر ولسي غونډو بندیز دی.

حکومت دا پرېکړه پر داسې وخت کړې چې د جولای تر ۱۶مې په بلوچستان کې د کورونا وایرس تر ۱۱،۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د سرکاري ووبپاڼې له وینا سره سم، کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر اوسه په صوبه کې ۱۲۷ کسان مړه کړي خو ۸،۰۰۲ ورڅخه جوړ شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG