د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان له ۵ اډو امریکايي پوځیان وتلي: پېنټاګان


د میدان وردګو په اډه کې امریکايي سرتېري افغان پوځیان روزي

د امریکا د دفاع وزارت (پېنټاګان) ویلي چې له طالبانو سره یې د قطر له هوکړې سره سم، د افغانستان له پېنځو پوځي اډو څخه خپل پوځیان ایستلي دي.

وزارت د جولای پر ۱۴مه په بیان کې ویلي چې د موافقې د ۱۳۵ ورځو په تېرېدو، امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸،۶۰۰ ته ښکته کړې دی.

د فبرورۍ پر ۲۹مه، په دوحه کې په شوې موافقه کې د امریکايي سرتېرو د وتلو ترڅنګ، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کمول او له افغان حکومت سره یې د مخامخ خبرو پیلول، نورې مهمې برخې دي.

د پېنټاګان بیان وايي، امریکايي پوځیانو پېنځه واړه اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

خو په بیان کې دا نه دي راغلي چې امریکايي سرتېري له کومو اډو وتلي دي.

د امریکا د دفاع وزارت همداراز ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکوي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېت مېکېنزي د جولای پر ۱۴مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر وخت هم دا ژمنه تکرار کړه او زیاته یې کړه چې واشنګټن د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي چې هغه هېواد بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نشي.

له امریکا سره د طالبانو له هوکړې سره سم، باید په ۱۰ ورځو کې بین ‌الافغاني خبرې پیل، حکومت ۵،۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو هم ۱،۰۰۰ تنه حکومتي بندیان خوشې کړي ول.

خو دا بهیر تر اوسه نه ‌دی بشپړ شوی.

افغان حکومت تر اوسه نېږدې ۴،۲۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او وايي د طالبانو له‌ خوا په ورسپارل شوي لېست کې نېږدې ۶۰۰ بندیان جرمي قضیې لري او نه ‌یې خوشې کوي.

طالبان هم وايي چې تر اوسه یې سلګونه بندیان خوشې کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG