د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې اوسطاً هره ورځ ۱۶ ولسي وګړيو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده.
د دغه کمېسیون مرستیال نعیم نظري د جولای پر ۱۴مه په کابل کې يوې خبرې غونډې ته وويل چې په دې موده کې په جګړو کې ۱،۲۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱،۷۴۴ ژوبل شوي دي.
د کمېسیون موندنې ښيي چې روان کال د ولسي وګړو له ټولې مرګ-ژوبلې يې ۴۸،۵ سلنه د طالبانو، ۲۶،۷ سلنه یې د نامعلومو عاملانو، ۱۵،۵ سلنه یې د حکومتي ځواکونو، ۶،۳ سلنه یې د داعش ډلې، ۲،۳ سلنه یې د نړیوالو ځواکونو او پاتې یې په کونړ، کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له امله اوښتې ده.
پاکستان په تېرو وختونو کې ویلي چې د وسله والو پر وړاندې د عملیاتو پر وخت کله نا کله توغندي له ډېورنډ کرښې هغې خوا ته لګي او قصداً دا کار نه کوي.
وسله وال طالبان او افغان حکومت هم پر یو بل د ولسي وګړو د مرګ-ژوبلې تورونه پورې کوي او نړیوالو ځواکونو په تېرو وختونو کې د ولسي وګړو د ځاني زیان په اړه د څېړنو ژمنې کړې دي.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د تېر ۲۰۱۹ز کال د همدې مودې په پرتله سږکال په ولسي تلفاتو کې ۱۱ سلنه کمی راغلی دی.
نعيم نظري د ولسي تلفاتو په اړه د شپږ میاشتني راپور پر مهال د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ولسي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د جګړې تګلارې او ټیکټیکونه له سره وارزوي.
د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې پکې راغلي چې د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په بیا بیا پر طالبانو او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی چې له موافقې سره سم د دواړو خواو مستقیمو خبرو ته لار برابره شي.
افغان حکومت هم پر طالبانو د اوربند غږ کړی خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین په بیا بیا ویلي چې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند به په بین الافغاني مذاکراتو کې بحث کېږي.
افغان حکومت او طالبانو د یو بل ګڼ بندیان خوشې کړي خو تر اوسه یې مستقیمې خبرې نه دي پیل کړي.
د فېسبوک تبصرې