د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ: د خبریال حیات الله مقدمې پلټنه دې وشي


د پېښور های کورټ
د پېښور های کورټ

د پېښور های کورټ د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت ته یو ځل بیا امر کړی دی چې د شمالي وزیرستان د وژل شوي خبریال حیات الله د مقدمې په اړه دې د تحقیقاتي کمېشن رپورټ په ۲۰ ورځو کې په ډاګه کړي.

د پېښور های کورټ پر جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس ناصر محفوظ مشتملې دوه کسیزې جرګګۍ د جولای پر ۱۴مه د حیات الله د ورور له اړخه د داخل کړل شوي درخواست اورېدنه وکړه.

د وژل شوي خبریال د کورنۍ وکیل اډوکېټ طارق افغان مشال راډیو ته وویل چې عدالت تر دې وړاندې هم دا غوښتنه کړې وه خو رپورټ لا هم نه دی په ډاګه شوی.

حیات الله د ۲۰۰۵م کال د ډېسېمبر پر پنځمه له میرعلي تښتول شوی وو او بیا یې د ۲۰۰۶م کال د جون پر ۱۶مه یې په مرمیو ویشتل شوی مړی میندل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG