د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ پوځي عدالتونو کې سزا شوي ۱۹۶ کسان بري کړي


د پېښور های کورټ ودانۍ
د پېښور های کورټ ودانۍ

پېښور – د خیبر پښتنخوا د پیښور های کورټ د پوځي عدالتونو لخوا د سزا شویو ۱۹۶ کسان بري کولو حکم کړی دی.

های کورټ وايي یو پلو دې کسانو ته د اوریدنې او دفاع پوره حق نه دی ورکړل شوی او بل پلو حکومت داسې هیڅ هیڅ ثبوتونه عدالت ته نه دي وړاندې کړي د کوم پر اساس چې دا کسان سزا شوي وو.

د پېښور های کورټ مشر قاضي یا چیف جسټس وقار احمد سېټ په مشرۍ کې دوه کسیزه جرګګۍ یا بېنچ د جولايي پر ۱۰مه په دې اړه خپله تفصیلي فیصله واوروله.

د پاکستان پوځي عدالتونو له ۲۰۱۴م کاله راهسې د ترهګرۍ په تور کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته بېلا بېلې سزاګانې ورکړې دي.

په دې کې د مرګ او ټول عمربند سزاګانې هم شاملې دي. د دې کسانو خپلو په ۲۰۱۷م کال کې په پېښور های کورټ کې درخواست کړی وو.

دسزا شوو کسانو وکیل شبیر حسین ګګیاڼي د جولايي پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې له پوځي عدالتونو سره د دې کسانو د سزا کولو اختیار نشته.

ده وویل ، “ دا کسان په ۲۰۱۷م کال کې د جوړ شوي پوځي قانون لاندې سزا شوي دي خو چې د کومو جرمونو په تور کې دوي سزا شوي دي‌ هغه د ۲۰۰۹م او ۲۰۱۰م کالونو دي یعني‌ هغه وخت دا قانون نه وو.”
د ده په وینا ، د پاکستاني ایین ۱۲ ارټیکل دا تحفظ ورکوي چې که د یو قانون تر جوړیدو وړاندې یو جرم وشي نو هغه جرم به د دې نوي قانون په چوکاټ کې نه راځي.

شبیر حسېن ګګیاڼي زیاته کړه ، “دوي چې د کومو جرمونو تورنه لګولي دي‌ د هغې په اړه له دوي سره هیڅ ډول ثبوت نشته او چې په کومو جرمونو کې دوي ککړ ښودل شوي دي‌ نو هغه وخت د دې جرمونو ایف آئی آري شویدي، پکې کسان هم نامزد شویدي خو د دوي پکې د یو کس هم نوم نشته او دلته یې پکې بې ثبوته نامزد کړي دي.”

د ده په وینا ، بل له ایین سره سم دوي ته نه د وکیل موقع ورکړل شوې ده او نه د اوریدو نو ځکه په داسي حال کې د جرم منلو هیڅ قانوني حیثیت نشته.

د شبیر حسېن ګګیاڼي په وینا ، د هم دې دلایلو پر اساس د پېښور های کورټ دا پرېکړه کړې ده.

دا چې پر دې کسانو جرمونه ثابت شوي وو او که نه ، ګګیاڼي یې په ځواب کې وویل چې “د دوي سزا په دې شوې وه چې دوي مجسټریټ ته جرم منلی وو خو دا جرم منل د قانون په نظر کې هیڅ حیثیت نه لري.”

د شبیر حسېن ګګیاڼي په وینا ، جرم منل هغه وي چې هغه په رضا مندۍ وي، رښتیا به وي ،بې له څه فشار او لالچه به وي او دې خلکو دا جرم له مجبورۍ منلی وو ، ځکه له دوي سره بله لاره نه وه ، له لسو لسو کالو په سخت بند کې پراته دي.

د پوځ او حکومت استازیتوب کوونکي سرکاري وکیل عابد حسین انقلابي مشال راډیو ته د غږ نه ریکارډ کولو په شرط وویل چې د های کورټ د پرېکړې پرضد به حکومت په سپریم کورټ کې اپیل کوي.

د عابد حسېن انقلابي په وینا ، سزا شویو ټولو کسانو ته د ځان د دفاع حق ورکړل شوی وو.

د پېښور های کورټ په ۲۰۱۸م کال کې هم د پوځي عدالتونونه سزا شوي تر ۷۰ زیاتو کسانو سزاګانې کالعدم ګرځولې وې او بیا مرکزي حکومت د هغې پرېکړې پرضد سپریم کورټ ته اپیل کړی وو او سپریم کورټ هغه پرېکړه پر ځای ساتلې وه.

په پاکستان کې پوځي عدالتونه په ۲۰۱۴م کال کې له هغه وروسته جوړ کړل شو چې په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول وسله والو برید کړی وو.

په هغه برید کې نژدې ۱۵۰ کسان وژل شوي وو چې زیاتره یې د یاد سکول کم عمره زده کوونکي وو.

XS
SM
MD
LG