د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مرغې چینې له نښتو پس پر مشرانو د اېف ای ار خلاف پرلت


مرغه چینه کې له نښتې پس د اوربند پرمهال پولیسو له ښکېلو غاړو مورچې خالي کړې. ۲۰۲۰، ۰۳ جولای
مرغه چینه کې له نښتې پس د اوربند پرمهال پولیسو له ښکېلو غاړو مورچې خالي کړې. ۲۰۲۰، ۰۳ جولای

په کورمه کې د بالیشخېلو او ابراهیمزو خلکو د مرغې چینې ځمکې پر لانجه د شوي جګړې اېف ای ار پر ځايي مشرانو د کېدو په غبرګون کې احتجاج شروع کړی دی.

دوی خپل ماشومان او ښځې د نهې په ورځ له کورونو رااېستلې وې او د سمیرعباس په زیارت کې یې کښېنولې وې او خپله یې هلته په فټ بال میدان کې پرلت وهلی دی.

په احتجاج کې شامل یوه تن روشن علی وايي،، ترڅو چې حکومت پر مشرانو یې شوی ایف ار نه وي ختم کړی، خپل احتجاج نه پرېږدي او هلته په خېمو کې به ناست وي.

په مرغه چینه کې په ۲۹جون م پر شاملاتي ځمکه د ابراهیمزو، بالیشخېلو او پاړه څمکنیو ترمینځ د شوې نښتې اېف ای ار پولیسو هلته په نهه تنانو کړی. په اېف ار کې پولیسو عمران علی، محمد حسن، حاجی حبیب علی، سید تجمل حسین، مزمل حسین اغا، مولانا عابد حسین، شبیر حسین ساجدي، ریاض څمکني او صورت خان نومونه نامزد کړي چې ورباندی د هشت ګردۍ، قتل او داسې نورو جرمونو دفعې لګول شوې دي.

که څه هم درې ورځې وړاندې پولیسو پر یوشمېر ځایونو چاپې ووهلې او ځینې مشران ورته په لاس هم ورغلل خو ګرفتاره یې نه کړای شول ځکه چې د ځايي خلکو لخوا سخت مزاحمت وشو.

حکومتي چارواکو اوس هڅې راوانې کړې دي چې د مذاکراتو له لارې یې حل راوباسي او د پاړه چینار ځايي مشران ورته په خپله نامزد شوي تنان وسپاري خو تراوسه لا هېڅ پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

په دغه اړه د کورمې پولیسو مشر قریش خان تر انکار وروسته موږ د قامي اسمبلي غړی له ساجد حسین توري سره خبری وکړی نو هغه وویل، دا ممکن نه ده چې پولیس او یا انتظاميه دې اېف ای ار ختم کړي او زیاته یې کړه، که چا ته څه اعتراض وي نو هغه کولی شي چې له عدالته انصاف واخلي.

په کورمه کې د مرغې چینه پر شاملاتي ځمکه د ابراهیمزو، بالیشخیلو او پاړه څمکنو ترمینځ پنځه ورځی جګړه شوې چې پکې تر پنځوسو زیاتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. دا مسله له پخوا روانه ده چې ورباندې مخکې هم جنګونه شوي خو تراوسه یې حل نه دی راوتلی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG