د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وړجنو شمېر ۲۸۶۸۱ شو


په کراچۍ کې روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن د پوزې لتدبل اخلي.
په کراچۍ کې روغتیايي کارکوونکی د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن د پوزې لتدبل اخلي.

په خیبر پښتونخوا کې ۴۴۵ نور کسان په کورونا وایرس اخته شوي چې ورسره د ناروغانو ټوله شمېره ۲۸۶۸۱ ته پورته شوې ده.

د صوبې روغتیا څانګې نن[ د جولای پر اتمه] په خپله ویبپاڼه ویلي چې د کویډ ـ ۱۹ له کبله اووه نورو کسانو ژوند بایللي، چې ورسره د مړیو ټوله شمېره ۱۰۴۵ ته رسېدلی.

د روغتیا څانګه وايي چې له کورونا وایرسه تراوسه ۱۷۲۶۶ کسان پاخه شوي دي.

له دې سره په پاکستان کې د جولای پر اتمه په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېره ۲۳۷،۴۸۸ ته رسېدلې ده.

بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له کبله ۴،۹۲۲ کسان مړه شوي او ۱۴۰،۹۶۵ ترې پاخه شوي دي.

په پاکستان کې وایرس تر ټولو ډېر خلک په سیند صوبه کې ځپلي.

د سیند د وزیر اعلا له دفتره د جولای پر اوومه په یو بیان کې ویل شوي چې په دغه صوبه کې د ناروغانو ټوله شمېره ۹۷۶۲۶ ته رسېدلی او تر اوسه ترې ۱۶۱۴ کسان مړه شوي هم دي.

بلخوا اې ایف پي خبري اژانس نن په یو راپور کې ویلي چې په اروپايي هېوادونو کې له وایرسه د مړیو شویو شمېره د دوه لکه اوړېدلې ده.

کورونا په اروپا کې تر ټولو ډېر خلک په بریتانیا، فرانس، سپین او اټالیا کې ځپلي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريبا ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG