د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرایوران وايي پر تورخم تر سخت کړاو تېرېږي


د غیر منظم ټرافیکي نظام له وجې دوی په وخت افغانستان ته نه شي اوړېدای
د غیر منظم ټرافیکي نظام له وجې دوی په وخت افغانستان ته نه شي اوړېدای

له کراچۍ بندره د خیبر درې په لار افغانستان ته د ټرانزټ مال وړونکو ګاډو ډریوران وایي، حکومت په دې وروستو کې ټرانسپورټ یونین او ځایی پولیسو ته ویلي وو چې دغه ګاډي به اول په متنو بای پاس باړه اکاخېلو کې راټولېږي او د ورځې به ترې یوازې دوه سوه ګاډي تورخم ته ورپریږدي چې د ټرافیکي ستونزو مخه ونیول شي.

دوی تور لګوي چې کوم ډرایور د رشوت په توګه یونین او پولیسو ته روپۍ ورکړي نو بیا بې نمبره ګاډي پرېښودل شي او چې د چا خپل نمبر وي هغوی بیا څو څو ورځې ولاړ وي او ډریوران یې په سخته ګرمۍ کې انتظار باسي.

محمد اقبال اپرېدی وایي، هره شپه بې نمبري کېږي، پینځلسمه شپه یې ده چې ډک ګاډي یې د اکا خیلو ټرمینل کې ودرولي. نوموړی زیاتوي چې دوی افغانستان ته غوړي، چیني، سیمټ او شمسي وړي. خو د ده په خبره له متنو تر تورخمه پورې یې له ډېرو مشکلاتو سره مخه وي.

اپرېدي وویل: ''پکار ده هر تن خپل نمبر ته انتظار وکه، د اوبو، خوب او ناستي بندوبست راسره نشته، خوراک هم راته نه ملاویږي، ډيره سخته ګرمي ده، تر ګاډو لاندې ژوند کوو.''

افغان ډریور محمد ګل چې له کراچۍ یې وریځې رابار کړې دي، دلته د جون پر اتلسمه نیټه راغلی او لا هم د اکاخېلو ټرمینل کې ولاړ دی. دی هم د سختې ګرمۍ خواله کوي او زیاتوي چې پاکې اوبه هم نه ورته ملاوېږي.

محمد ګل وویل، ''له کورونا وایرسه به څنګه ځان بچ کړو، نه اوبه لرو او نه صابن، او نه هم له یوه بل سره فاصله ساتلی شو. په یوه ځای څو څو ورځې سره ژوند کوو. حق مو وهل کیږي. په روپو رانه نور ګاډي ولاړ شي او موږ پاتې شو، پکار ده څوک مو غم وخوري او دا ترتیب سم کړي.''

د خیبر ضلعې د ټریفک ډي ایس پي مظهر اپرېدی وایي دوی ته چې افغان حکومت څومره شمېره ښودلې نو په هغه حساب د ټرانزټ ګاډي ورپېږدي یانې د ورځې دوه سوه ګاډي جوړېږي. هغه وویل تر څو پورې چې له ګاډو د روپو اخیستو تورونه دي نو د خیبر ضلعې ډي پي او ورته ډېر ښکاره ویلي دي چې ثبوت دې راوړی دوی به د پولیسو، ټرانسپورټ یونین او ډرایور درېو واړو پرضد به قانوني کاروایی وکړي.

د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مارچ په ۱۶ نېټه د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې وه خو د مې پر ۱۷ نېټه بیا ځینې سختو شرطونو سره په محدوده کچه تجارت لپاره خلاصه کړل شوې ده.

سوداګر وایی پخوا به په تورخم دروازه د ورځې څه باندې ۸۰۰ ګاډي افغانستان ته اوړېدل خو اوس دغه شمېره ۲۰۰ ته راټیټه شوې او په دې کې هم د بیلا بیلو ستونځو له وجې د ورځې ډېر کم ګاډي اوړي او د دې له وجې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت ډېر راکم شوی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG