د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن کې د اوبو ټانکۍ پاکولو مهال له ګیسه اوه تنه مړه


د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې دوشنبې ورځ پر ټرنچ سړ ک د یوه تجار حاجي محمد نعیم په دکان کې دننه د اوبو ټانکۍ پاکولو مهال زهرجن ګیس اووه تنه وژلي دي.

د قلعه عبدالله اسسټنټ کمشنر زکاء الله دراني مشال راډیو ته وویل پېښه نن غرمه یوه بجه هله رامنځ ته شوه چې کله د اوبو ټانکۍ پاکولو ته لومړی د حاجي نعیم یو زوی ورشوه او له هغه پس یې بل زوی او بیا خپله حاجي نعیم ورشوه. کله چې د هغوی ږغ ورک شو نو په څلورم وار یې بل زوی ورکوز شو او له هغه پس درې مزدوران ورکښته شول چې کله څوک را و نه وتل نو له هغه ورسته یې انتظامیه وروبلله.

د دراني په وینا لومړی یې د ښاروالۍ (بلدیې) او نور مرستندویان په چټکې سره هلته ولېږدول او وار په وار یې له ټانکۍ څخه راایستل او بیا یې د پوسټمارټم لپاره د چمن و سیول هسپتال ته ورسول. د هغوی مړي نن مازیګر خاورو ته سپارل کېدل.

په مړو کې حاجي محمد نعیم، احمد شاه، بلال احمد، ناصرخان، نثاراحمد، قدرت الله او الله محمد شامل دي.

یاده دې وي چې د تېرې جون میاشتې پر ۱۲مه نېټه د خیبر، د جمرود په ولو مېله کې په یوه کوهي کې د ساه بندیدو له کبله شپږ کسان مړه شوي ول.

په هغه ورځ د خیبر ډپټي کمشنر محمود اسلم وزیر مشال ريډیو ته ویلي چې په ولو مېله کلي کې ځینو کسانو د یوه کوهي ژورولو لپاره جینریټر ورکوز کړی وو چې د ده په خبره په کوهي کې د جنرېټر د تېلو له لوګي دغه کسان بیهوشه شوي ول او وروسته یې ساه ورکړه. د پښتنو په ګڼو سیمو کې په خپل سر د کوهي کیندلو او پاکولو بیا بیا مرګونې پېښې رامنځ ته کېږي.

XS
SM
MD
LG